لندن ټایمز:
د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان پرحالاتو په یوه مقاله کې لیکلي، چې د ناټو ځواکونو زیاته توجه د ښارونو ساتنې ته ده او د جنوبي سیمو خلک یې پرېښې څو خپله له ځانه دفاع وکړي.
د افغانستان په جنوب کې د نړېوالو ځواکونو یوه لوړ رتبه جنرال ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې ټاکل شوې ده د اضافي امریکايی سرتېرو زیاته برخه به هم د هلمند په پنځو لویو ولسوالېو او د کندهار ښار په شاوخوا سیمو کې، چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کښې زیاته ده ځای پر ځای شي.
ورځپاڼه زیاتوي، په وروستیو کې لیدل شوی، چې د امریکا د خاصو ځواکونو وړو ډلو په کلیو کې اوسېدو ته مخه کړې او هدف یې د سیمی د خلکو تجهیز او تربیه دی ترڅو د طالبانو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
د دې مسلې منتقدان وايي، دا ډول اقدام ښايي معکوسه نتیجه ولري په خاص ډول دې ته په پام سره، چې نړېوالې ټولنې څو کاله په افغانستان کې د بې مسولیته وسله والو ډلو د بې وسلو کولو لپاره هڅي وکړی.
ډیلي ټلیګراف:
د انګلستان چاپ بله ورځپاڼه ډیلي ټلیګراف د افغانستان پرحالاتو په یوه مقاله کې لیکی، د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان ولي الرحمن اعلان کړې، چې د زیاتو امریکايي سرتېرو د استولو د پریکړې په ځواب کې یې افغانستان ته زرګونه وسله وال د تخریبی فعالیتونو لپاره استولي دي.
ډیلي ټلیګراف لیکی، دا له جنوبی وزیرستان څخه د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود د مرستیال ولی الرحمن لومړنی پیغام دې.
ورځپاڼې د هغه د څرګندونو دا برخه را اخیستي، چې وايي، موږ په پاکستان کې ګوریلایي جنګ کوو نو ځکه افغانستان ته هم وسله وال استولاې شو.
ورځپاڼې د مطلب په پاي کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند خبره کړې، چې د پاکستاني طالبانو د قوماندانانو دا خبرې بې اعتباره ګڼي او وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسله والو د تګ راتګ نښې زیاتې نه لیدل کیږی.