د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د حزب اسلامي یو مخکښ غړی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی


د حزب اسلامي یو مخکښ غړی محمد عظیم آبرومند
د حزب اسلامي یو مخکښ غړی محمد عظیم آبرومند

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو استازی وايي؛ که افغان حکومت د دوی شرطونه ومني له تروریستي ډلو په تېره داعش سره به مبارزه وکړي.

له دې سره یو وخت چې حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې کوي د حزب اسلامي یو مخکښ غړی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

محمد عظیم آبرومند آزادي راډیو ته وویل چې د سولې لپاره کابل ته راغلی او که چیرته د حکمتیار شرطونه د حکومت له خوا ومنل شي؛ په افغانستان کې به له ټولو تروریستي ډلو په تېره داعش سره مبارزه وکړي:

((داعش یوه خطرناکه پدیده ده چې یوه ډله یې له طالبانو جلا شوې ده او اوس سره یوځای شوي دي. موږ یې په هماغه اندازه خطرناکه بولو چې که د سولې له خبرو ابزاري استفاده وشي دا ډله به ډېره مخته لاړه شي.

دا د حکومت کار دی چې څه ډول کولای شي؛ د سولې خبرې اداره کړي موږ هم د همدې لپاره راغلي یو چې له حکومت سره خبرې وکړو. غواړم ووایم چې موږ هم د داعش په څېر له هرې یوې تروریستي ډلې سره چې خلک وژني مبارزه کوو.))

د حزب اسلامي دا استازی په هېواد کې د امنیت ټینګښت؛ د قانون واکمني او له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو وتل هغه شرطونه وړاندې کوي چې په خبره یې د حکومت له مشرانو سره به یې مطرح کړي.

ښاغلی آبرومند همداراز وايي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې ځینې ګټي لري او که چیرته د حکومت مشران د سولې خبرو ته لیواله دي دا بهیر باید سم اداره کړي که نه نو سوله به دغه هیواد ته یو ارمان پاتې شي.
له دې ټولو سره سره د ولسمشر یو ویاند ظفر هاشمي وايي حکومت له هغو ډلو سره سوله کوي چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او د افغانستان شرایط مني نه هغه ډلې چې تاوتریخوالی رامنځته کوي.

((د افغانستان جمهور رییس تل ټینګار کړی دی چې موږ نه شو کولای د اساسي قانون له مخې د یوه حکومت او یا هېواد په توګه د سولې دروازې د دغه هېواد د اوسیدونکو په مخ وتړو.

دا په دې معنی ده چې هغه ډلې چې زموږ شرایط مني او د افغانستان اساسي قانون ورته د منلو وړ دی له موږ سره سوله غواړي موږ هم ورسره سوله کوو. خو هغه ډلې چې تېر وتلي دي او لا هم تاوتریخوالي ته لمن وهي افغان پوځیان یې ځپي.))
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دا استازی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې څه موده مخکې نا تایید شویو رپوټونو له داعش نه د حکمتیار د بیعت ګنګوسې خپرې کړې.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د حملو مسوولیت په غاړه اخلي؛ اوس په کابل کې له داعش سره د مبارزې خبره کوي.

اخوا یو شمیر سیاسي کارپوهان که څه هم سولې ته د بیلابیلو ډلو زړه ښه کول مثبت بولي خو وايي چې حکمتیار د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره له زور او نفاقه کار اخیستی او حکومت باید له هغه سره په خبرو کې احتیاط وکړي.

جاوید کوهستاني په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

((په دې کې شک نشته چې دا د سولې لپاره ښه تمامیدلی شي. خو باید هېر نه کړو چې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي یو لانجمن او د خصمانه فعالیتونو ګوند دی چې کیدای شي د حکمتیار په بیا راتګ سره به په دې هڅه کوي چې په تشکیلاتو کې دننه د تروریستي فعالیتونو لپاره لار پرانیزي.

که چیرته دی له حکومت سره خبرې کوي باید د ملګرو ملتونو ضمانت ولري چې نور په افغانستان کې تروریستي فعالیتونه نه کوي.))

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډله چې له څو کلونو راهیسې د واکمن نظام مخالفه ډله پيژندل شوې او د ډېرو وسله والو فعالیتونو پړه هم پرې اچول شوې اوس وايي که سوله سمه رهبري نه شي نو داعش به په افغانستان کې لا پرمختګ وکړي.

بلخوا عام افغانان له دې چې ډېرې ناخوالې او ظلمونه یې زغملي دي له جګړو په تنګ دي او له هرې یوې مخالفې ډلې سره د سولې خبرې د راتلونکي لپاره مثبتې بولي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG