د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

په شمال کې د وسله والو پرضد ملیشه جوړونې غبرګونونه پارولي


وروسته له هغه چې په ځینو شمالي ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د ولسمشر لومړي مرستیال او د بلخ سرپرست والي د وسله والې مبارزې خبرې وکړې دا احتمالي اییتلاف له اجراییه ریاست پرته نور حکومتي چارواکي او ولسي جرګه نه مني.

ولسي جرګه وایي چې د افغان ځواکونو له چوکاټ بهر د خلکو وسله وال کول او ملیشې جوړول د نه منلو دي او افغانان به هیڅکله د دغه کار اجازه ورنه کړي.

د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې جنرال دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق باید د دغه اییتلاف پر ځای د افغان پوځیانو پیاوړتیا ته خپلې هڅې زیاتې کړي.

((جنرال صاحب دوستم اوس یواځې د شمال مشر نه دی؛ د جمهوري ریاست لومړی مرستیال دی.

والي صاحب نه زما هیله دا ده چې دلته موږ امنیتي سکتور لرو چې هغه ملي اردو؛ ملي پولیس او ملي امنیت دي. که موږ غواړو دا باید په ګډه تقویت کړو نه دا چې دوی ملیشې جوړې کړې او نه به د ملیشې د جوړولو اجازه افغان ولس چاته ورکړي.))

ولسي جرګه په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو پر ضد دا احتمالي اییتلاف بې ځایه بولي چې همدا جمعه د اختر په لومړۍ ورځ جنرال دوستم او عطامحمد نور د دې مبارزې په اړه ځینې اشارې وکړې.

د بلخ سرپرست والي په یو شمیر سیمو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د ده؛ جنرال دوستم او محمد محقق د ګډو مبارزو د پیل پریکړه اعلان کړه.

«پریکړه مو وکړه چې د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال جنرال صاحب دوستم او له خپل نږدې ملګري او د اجراییه ریاست له دویم مرستیال محمد محقق سره یوځای د هغو ولایتونو تصفیې ته چمتوالی ولرو چې لاس رسی ورته لرو.))

ښاغلي دوستم هم د اختر په لومړۍ ورځ وویل چې هم سولې ته حاضر دی او هم د جګړې په صورت کې وسله والې مبارزې ته خو شرط به یې دا وي چې لږ تر لږه یو شمېر خلک وسلې هم ولري:

((موږ غافل نه یو چې خبرو ته کینئ او له بل طرفه په موږ فشار راوړئ. موږ هم توان لرو چې خپل فشار وارد کړو. ما ویل چې یو کلی باید لږ تر لږه یو شل میله وسله خو ولري چې له ځانه دفاع وکړي.))

د افغان حکومت اجراییه ریاست هم د دغو لوړپوړیو چارواکو ګډې هڅې مثبتې بولي او وايي چې دا به د تروریزم په له منځه وړلو کې له افغان پوځیانو سره ښه همکاري وکړي.

د دغه ریاست یوه ویاند جاوید فیصل آزادي راډیو ته وویل چې دا حرکتونه مثبت تمامیدلی شي او د ټولو احتمالي انديښنو د له منځه وړلو لپاره حکومت خپل کنټرول هم پرې لري.

((اوسنی اقدام چې په شمال کې کیږي؛ دا له موږ سره د امنیت په سمون کې کمک کوي؛ دا د تروریزم په ضد په جګړه کې همکاري زیاتوي. په عین حال کې حکومت د دغه کار ټولو هغو اړخونو ته متوجه دی چې اندیښنې يې په اړه راپیدا کیږي.))

اجراییه ریاست په داسې حال کې د جنرال دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق دا خوځښتونه مثبت بولي چې افغان حکومت په وار وار د غیر مسووله وسله والو په بې وسلې کولو ټینګار کړی او د نا امنیو یو علت یې همدا وسله وال بللي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې دفاع د افغانانو حق ده؛ خو د افغان ځواکونو له چوکاټه بهر هیڅ ډول وسله وال حرکت قانوني جواز نه لري.

اخوا د امنیتي چارو کارپوهان بیا د حکومت له چوکاټه بهر د مخالفینو پر ضد د مبارزې په نوم هر ډول وسله وال فعالیت د بهرنیو کار بولي او وایي چې هیڅ ګټه به ونه کړي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیرمحمد فقیر په دې اړه وویل:

((هره جبهه هر ګروپ چې مستقله دعوا کوي چې زه د افغانستان دښمنان له دې خاورې ورکوم. غیر د قانون اساسي د چوکاټ نه بهر هر قوت چې راځي هغه به بهرنی وي بهرنیان به یې رهبري کوي.))

په حکومت کې دننه په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د مبارزې په اړه یوه ډله د پوځیانو په ملاتړ او بله ډله موازي حرکتونه مثبت بولي چې نړیواله ټولنې یواځې د افغان پوځیانو ملاتړ ته ژمنې کړي دي.

د چارو پوهان هم ټينګار کوي چې افغان حکومت باید ژر تر ژره د داسې دوه دریځونو مخه ونیسي او یواځې افغان پوځیان پیاوړي کړي څو وکولای شي د وسله والو مخالفینو پر ضد په مبارزه کې ښه پرمختګ وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG