د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

په پکتيا کې وسله والو مخالفینو ته د هوا له لارې اکمالات کيږي


د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې له تېرو اتلسو وروځو راهيسې جګړه ده؛ چارواکي يې په اړه چوپ دي؛ قومي مخور، ځوانان او مدني فعالان رسنيو سره خپل ضد او نقيض معلومات شريکوي؛ خو چارواکي پرې د تاييد مهر نه لګوي او وسله وال خپلې روانې جګړې ته دوام ورکوي.

وسله وال په کوم حال کې دي او حکومتي سرتيري له کومو ننګونو او چېلنېجونو سره مخ دي؟ دا دوه لاينحله پوښتنې دي، خو د اردو ځينې سرتيري چې د جګړې په لومړۍ کرښې کې دي؛ د نوم نه څرګندولو په شرط بيخي نوې خبره کوي؛ دوی وايي چې وسله والو مخالفینو ته د هوا له لارې اکمالات کيږي.

دوی وايي، په دې نه پوهیږې چې دا اکمالات د چا له لوري کيږي؛ خو دوی خپلو لوړ پوړو کسانو ته د الوتکو د اکمالاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړي او د عملياتو د پيل تر مخه يې الوتکې ليدلې چې وسله والو ته اکمالات کوي:

”د عملياتو نه يو پينځه ورځې مخکې چې زموږ عمليات شروع کېدل؛ د لواړي د ارګوړ په ساحه کې يوه طياره کوزه شوه او موږ ته دا پته ونه لګېده چې دا د امريکايانو وه؛ که د پاکستانيانو وه، خپل تجهيزات يې ورته وغورځول او بيا لاړله؛ خو زموږ په کمپ باندې لاړه او خپل اطمئنان يې حاصل کړو او همداسې پسې لاړه او هرڅه يې ورته وغورځول او له هغې ورځې تر اوسه نه ده معلومه شوې.“

دغه سرتېری چې وسله والو ته د هوا له لارې د اکملاتو خبره کوي؛ د لوړ پوړو چارواکو په بې دريځۍ خوابدی دی او وايي؛ دوی ته د جګړې په لومړۍ کرښه کې د عملياتو پرمهال د بريد او مخکې تګ اجازه نه ورکول کيږي چې دا يې د مرګ د خطر سبب ګرځي:

”مشران چې دي موږ ته اجازه نه راکوي چې موږه مخکې لاړ شو؛ موږ کولای شو او موږ له خپل سر نه تېر يو په دغه خاوره کې چې دوی له هر ځايه راځي او موږ سره جنګ کوي موږ هم تيار يو؛ دوی د ټولو ولسواليو ولسوالان راغوښتي دي؛ والي يې هم راغلی دی د ارګوړ ساحې ته او ټول پرسونل يې همدلته راجمعه شوی دی.“

د نوموړي نور ملګري هم د دغه سرتېري خبرې ورسره بدرګه کوي او وايي چې که د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته وي او د مخکې تګ اجازه ورنه کړل شي؛ ستړيا او مايوسي به يې د مرګ سبب شي.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل په څمکنيو کې جګړه تاييدوي او وايي چې دغه روانه جګړه اوس کابو شوې او وسله وال يې له پښو غورځولي دي او ګډ عمليات يې پيل کړي دي.

نوموړی وايي، وسله والو ته د هوا له لارې د اکمالاتو خبره تر دوی ورسېدلې ده؛ خو لا هم په دې اړه دقيق نه شي ويلای چې وسله والو ته دغه اکمالات د چا له لوري کيږي:

”واقعاً دا خبره لکه څرنګه چې تاسو اورېدلې موږ هم د خپل پرسونل نه اورېدلې ده او هلته ځايي خلکو دا خبرې کړې دي چې کله نا کله هلته طيارې راځي؛ خو تر اوسه پورې يې دقيق حساب نه دی معلوم.“

نوموړی زياتوي چې دوی به له پرلپسې پلټنو وروسته دا څرګنده کړي چې وسله والو ته د کوم لوري هوايي اکمالات شوي دي؛ تر اوسه پورې دا نه ده ورته معلومه شوې چې خبره څومره دقيقه ده؛ خو په اړه يې پلټنې روانې دي؛ يو ځل بيا د پکتيا امنيه قومندان اورياخېل:

”دا خبر چې تاسو اورېدلې موږ هم اورېدلې ده، موږ دا ويلي دي، چې د دې لپاره بايد يو سند او اسناد موجود وي؛ په دې ارتباط زموږ کوششونه روان دي؛ څو پورې يې دقيق کړو او اسناد او مدارک ورباندې پيدا کړو.“

دی دا هم وايي چې د پکتيا ولايت څمکنيو او جانخېلو ولسوالۍ يې په بشپړ ډول په کنټرول کې دي؛ خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د وسله والو او حکومتي ځواکونو د جګړې له امله له سيمې څخه ګډه کولو ته مجبور شوي دي او په سيمه کې وضعيت د حکومتي ځواکونو له لاسه وتلی دی.

وسله والو ته د هوايي اکمالاتو په اړه د وسله والو طالبانو وياندوی تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو له دې وړاندې هم په وارونو، وارونو ثابته شوې ده چې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې وسله والو ته د هوا له لارې اکمالات کيږي.

راپور: ازادي راډيو- مرکزي دفتر

XS
SM
MD
LG