د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

یوناما او بشري حقونو په غور کې د ملکیانو وژنه وغندله


په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په غور ولایت کې د ملکي خلکو وژنه وغندله.

په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو له امله ملي او نړیوال سازمانونه زیات اندیښمن دي. وړمه شپه وسله والو په غور ولایت کې ۱۴ تنه مسافر له موټر څخه ښکته او له کوم دلیل پرته یې په ډزو ووژل. په وژل شویو کې درې ښځې او یو ماشوم شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستي دفتر (یوناما) د دې ملکیانو وژنه غندلې او په ټینګه غواړي چې؛ د ملکي خلکو د ژوند ساتنه باید وشي.

د یوناما ویاندې نیلاب مبارز په دې اړه آزادي راډیو ته وویل؛ د ملکیانو وژنه د دوی لپاره د اندېښنې وړ مساله ده:

"نه یوازې په غور ولایت کې، بلکه په زیاتو سیمو کې ملکي کسان وژل کیږي. د مثال په ډول د پکتیکا قضیه، د پروان قضیه، دغه راز په کابل او نورو ولایتونو کې هم داسې پېښي شوي چې؛ ملکیان په کې وژل شوي او یا ټپيان شوي دي.

دا په ریښتیا چې زموږ د اندیښنې وړ مساله ده. موږ په نښتو کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړو چې؛ د ملکیانو د حفاظت لپاره باید لازم تدابیر ونیسي."

په عین حال کې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له افغان حکومت څخه غواړي چې؛ د ملکیانو قاتلان باید پیدا او عدالت ته وړاندې کړي.

د دې کمیسیون اجراییوي رییس محمد موسی آزادي راډیو ته د مسالې په اړه وویل؛ د ملکي خلکو د حفاظت لپاره باید جدي ګامونه پورته شي:

"دا کار که طالبانو او یا بلې کومې ډلې کړی وي؛ هغوی باید ځواب ووایي. د ارګون پیښه تر ټولو ناوړه پېښه وه او دا دغور حادثه چې شوي؛ دا ښیي چې د افغانستان دښمنان جغرافیایي محدودیت ته نه ګوري او د ټولو افغانانو پر ضد عمل کوي.

په دې توګه د افغانستان خلک او افغان حکومت باید په ګډه جدي غبرګون وښیي. زه فکرکوم د خلکو د قاتلانو پروړاندې نرمښت بس دی."

جمهور رییس حامد کرزي هم په غور ولایت کې د ملکیانو وژنه غندلي او دا یې یو غیر انساني عمل بللی دی.

د جمهوري ریاست اعلامیه وایي، ښاغلي کرزي امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې دا مساله باید په جدي ډول تعقیب کړي.

د غور ولایت چارواکو د ملکیانو د دې وژنې پړه پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG