د جمهوري ریاست د یوه کاندید اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وايي، که چیرته په انتخاباتو کې بریالی نه شي د حکومت د سیاسي مخالف یا اپوزیسیون دریځ به خپل کړي.
د دغه ټیم یوه لوړ پوړي غړي احمدضیامسعود د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې د اییتلافي حکومت جوړول رد کړ او د جمهوري ریاست د بل کاندید عبدالله عبدالله له ټیم یې وغوښتل چې د ورته حکومت په جوړولو دې ډېرټینګار نه کوي.
له بلې خوا د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، که چیرته په انتخاباتو کې بریالي نه شي نو د اپوزیسیون دریځ به خپل کړي.
په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړولو خبرې روانې دي د اشرف غني احمدزي په مشری د بدلون او دوام ټیم وايي، د داسې یوه حکومت جوړول به هیڅ کله په هېواد کې د واک د ویش په معنی نه وي.
د دغه ټیم یوه لوړ پوړي غړي احمدضیا مسعود د ایتلافي حکومت جوړول رد کړ او د عبدالله عبدالله په مشری د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم یې وغوښتل، چې د یاد حکومت د جوړیدو پرسره دې ډېرټینګار نه کوي.
ښاغلي مسعود د جمعې په ورځ په راتلونکي سیاسي نظام کې د ښځو د ونډې په نوم په یوه غونډه کې وویل، که چیرته د بدلون او دوام ټیم په انتخاباتو کې بریالی نه شي د اپوزیسیون په چوکاټ کې خپل فعالیت مخته بیایي:
″که چیرته خدای مه کړه موږ انتخابات وبایلو هیڅ کله له اصلاحاتو او همپالنې ټیم نه غواړو چې له موږ سره اییتلافي او ګډ حکومت جوړ کړي.
موږ هیڅکله د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم نه غواړو چې د اجرایوي شورا پوسټ بدلون او دوام ټیم ته ورکړي. موږ مدني ټولنو ته مخه کوو او اپوزیسیون جوړوو.″
ښاغلي مسعود وویل، د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم هم ورته تمه لري که چیرته په انتخاباتو کې بریا خپله نه کړي ورته دریځ دې غوره کړي.
نوموړي وویل، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د بهرنیو فشارونو، زور او ګواښ په کارولو سره هڅه کوي چې د بدلون او دوام ټیم په راتلونکي حکومت کې شامل شي.
خو ایا د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم به حاضر وي څو د ماتې په صورت کې اپوزیسیون شي که څنګه؟
ددغه ټيم یوه ویاند سیدآقافاضل سانچارکي د جمعې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، که چیرته په انتخاباتو کې بریا خپله نه کړي دوی به هم د اپوزیسیون دریځ غوره کړي.
خو ښاغلي سانچارکي د بدلون او دوام له ټیم وغوښتل، چې د احمدضیا مسعود د وروستیو څرګندونو په اړه خپل دریځ روښانه کړي:
″کومې څرګندونې چې نن ښاغلي احمدضیامسعود وکړې دا دقیقا نه دي روښانه چې دا د تحول او تدوام د ټیم دریځ دی که د ښاغلي مسعود شخصي خبرې دي.
موږ د تحول او تدوام له ټیم غواړو چې خپل رسمي موقف اعلان کړي چې ایا د ښاغلي مسعود څرګندونې د دوی دریځ واضح کوي او که نورې خبرې چې له مونږ سره یې کړي دي.″
سیاسي کارپوهان وايي، د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم لوړپوړي غړي احمدضیامسعود په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د ملي یووالي د حکومت په جوړیدو موافقه کړې او ویلي یې دي چې په راتلونکي دولت کې به سیاسي بایلونکي نه وي موجود.
دوی وايي، داسې ښکاري چې د ښاغلي مسعود څرګندونې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو له وروستیو هوکړو سره تر یوې اندازه په ټکر کې راځي.
صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل