د [سل کاله تنهايي] لیکوال ګبرییل ګارسیا مارکیز پرون له نړۍ سترګې پټې کړې.
د لاتینې امریکې پيژندل شوي لیکوالان باور لري چې مارکز د سل کاله تنهايي په لیکلو ریالیزم اوج ته ورساوو او په شلمه پيړۍ کې يې د هسپانوي ادبیاتو په لیک دود او د کیسې په بیان کې انقلاب وکړ.
مارکیز د ادبیاتو نوبل اخیستی وو.
ګبرییل ګارسیا مارکیز په اوه اتیا کلونو عمر کې د فیډل کاسترو نږدې ملګرتیا وکړه، د کولمبیا د حکومت او د یاغیانو ترمنځ یې د روغې لاره جوړه کړه، له همزولي لیکوال ماریو ویرهاس ایوسا سره یې دیرش کاله دښمني وپاله او بلاخره يې د مکسیکو په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د مارکز همزولي پیرويي لیکوال او د نوبل د ادبیاتو جایزې ګټونکي ماریو ویرهاس ایوسا وايي:
″یو ستر لیکوال مړ شو.
د هغه لیکنو زموږ د ژبې حیثیت ته قوت ورکړ، د هغه ناولونه به پاتې شي او تر مړینې وروسته به هم د خلکو زړونه ګټي.″
ګبرییل ګارسیا مارکیز څه موده مخکې سکاروي ونیو، د اپریل په دریمه د مکسیکو په یوه روغتون کې بستر شو او هلته یې ساه ورکړه.
د امریکا جمهور ریس ویلي، چې د مارکیزپه مړینه یو خیالي لیکوال د نړۍ له غیږي ولوید.
جمهور ریس اوباما ویلي، چې مکسیکو ته په یوه سفر کې یې له مارکیزسره لیدلي وو او هغه د سل کاله تنهايي کتاب ورکړی وو.
د کولمبیا ولسمشر هوان مانویل سنتوس پرون پر ټویټر لیکلي وو، چې د دې ستر انسان پرتګ د زرکاله تنهايي او خپګان احساس کوي خو باور لري چې ستر خلک نه مري.
د کولمبیا ولسمشر ویلي، چې د مارکیز په مړینه د ویر په خاطر به درې ورځي ملي ماتم وي او د کولمبیا بیرغ به په ټوله نړۍ کې نیم ځوړند وي.
مارکیز په شلمه پیړۍ کې د هسپانوي ژبې تر ټولو مهم لیکوال پيژندل شوی دی.
مارکیز د نولس سوه دو اویا (م) کال د مارچ په شپږمه د سمندر پرغاړه په یوه کوچني کلي کې زیږیدلی وو.
د ژوند اول نهه کلونه یې له خپلې نیا او نیکه سره تیرکړل او د بوګوتا په پوهنتون کې د حقوقو د زده کړې د پيل سره ښار ته کډه شو.
ده په همدې وخت کې د ژورنالیست په توګه په بوګاتا کې له ځيني اخبارونو سره کار کاوو.
د [کولرا په وخت کې مینه] د مارکیز یو بل ډيرپيژندل شوی کتاب دی.
د مارکیز دا خبره ډيره مشهوره ده چې:
″زه به خوشال وای چې کتابونه مې ترمرګ وروسته چاپ شوي وای ځکه هغه وخت به د شهرت او فوق العاده ګۍ په دې تجارت کې راګیریدو ته مبجور نه وم.″
ګبرییل ګارسیا مارکیز څو کاله مخکې په کولمبیا کې د هسپانوۍ ژبې د نړېوال کانګرس په غونډه کې ویلي وو:
″د [سل کاله تنهايي] د لیکلو په وخت کې دا په خوب کې هم نه را تیریدل چې یوه ورځ به دلته اعلان کوم چې د دې کتاب یوملیونمه کاپي هم خرڅه شوه.″