د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

ډنفورډ: د کرزي اجراات له افغانستان سره نړيوالې مرستې په خطر کې اچوي


په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د کابل- واشنګټن د امنیتي تړون په اړه د افغان ولسمشر اجراات له افغانستان سره د نړیوالو مرستې په خطر کې اچولای شي.

جنرال جوزف ډنفورډ له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي چې د ولسمشر کرزي له خوا د دې تړون د لاسلیک ځنډول به پر راتلونکي د افغانانو ډاډ له مینځه یوسي او د افغانستان د ملاتړ په برخه کې د نړیوالو ملاتړ له ازمېښت سره مخامخ کوي.

په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ وايي چې د ولسمشرحامدکرزي له خوا د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي، دفاعي تړون په لاسلیک کې ځنډ به پر راتلونکي د افغانانو ډاډ زیانمن کړي.

جنرال ډنفورډ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې د ښاغلي کرزي له دې پرېکړې سره به له افغانستانه د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ازمېیښت مخامخ شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې د افغان ولسمشر پاتې راتلل کولای شي د افغانستان اقتصاد کمزوری او د دې هېواد ګاونډیان لانور سپین سترګې کړي او ښايي د افغان امنیتي ځواکونو د سقوط باعث شي.

دې امریکايی جنرال وال سټریټ ژورنال ته ویلي دي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو د وروسته حالاتو په اړه د ډاډ نشتوالی پر خلکو عملا ناوړه اغېز کوي چې نښې، نښانې یې له هېواده د ځوانانو په تېښته، د جایدادونو او د افغانۍ د ارزښت په ټیټېدو کې لیدل کېږي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې له عراق سره د ورته تړون په برخه کې د خبرو ناکامي د دې باعث شوه چې امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له هغه هېواده ووځي. ورځپاڼه لیکي چې عراق د خپلو تېلو د زېرمو په مټ وکولای شوای خپل امنیتي ځواکونه تمویل کړي، خو افغانستان یوازې په شیکاګو کې د ناټو په غونډه کې پر شویو ژمنو متکي دی.

نړیوالو مرستندویانو په شیکاګو کې ژمنه وکړه چې د افغانستان له ۳۵۲ زره کسیز امنیتي ځواک سره به د ۴،۱ میلیارده ډالرو مرسته کوي خو افغان حکومت به د ملي اردو او پولیسو د لګښتونو یوازې پنځه سوه میلیونه ډالر ورکوي.

جنرال جوزف ډنفورډ ویلي، فکر نه کوي چې افغانستان به سمدستي د شیکاګو له ژمنو پرته خپل امنیتي ځواکونه تمویل کړای شي. دی زیاتوي چې امریکا او متحدان یې د افغانستان د ماموریت د مالي سرچینو لپاره باید له خپلو پارلمانونو او په امریکا کې له کانګرس څخه د بودجې غوښتنه وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان زیاتوي، باید دا خبره په دقت سره روښانه شي چې دا سرچینې د کوم ځانګړي پروګرام لپاره په کار دي او ډېره مهمه ده چې د دې مالي سرچینو د لاس ته راوړو لپاره باید له ۲۰۱۴ کال د وروسته شرایطو په برخه کې ډاډ موجود وي. جنرال جوزف ډنفورډ وايي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو د وروسته شرایطو په اړه نه ډاډ د افغانستان د شاوخوا سیمې پر ټولو لوبغاړو هم اغېز کړی.
XS
SM
MD
LG