د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

سوزن رایس: له ولسمشر کرزي سره مې خبرې خواشینوونکې وې


د امریکا د ملي امنیت سلا کاره که څه هم د ولسمشر کرزي له خوا د امنیتي او دفاعي سند په هکله غوره کړی دریځ خواشینې کړې؛ خو بیا هم له جمهور رییس کرزي نه غواړي چې دا سند ژرلاسلیک کړي.

سوزان رایس ټینګار کوي چې، امریکا له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکې ده او د دې سند له لاسلیک کولو سره کولای شي؛ له ۲۰۱۴ میلادي کاله وروسته د خپلو ځواکونو حضور اوله دې هېواد سره د مرستو څرنګوالی تنظیم کړي.

میرمن رایس د دوشنبې په ماښام له ولسمشرکرزي سره لیدلي او له هغه نه یې وغوښتل چې؛ د دواړو هیوادونوترمنځ امنیتي او دفاعي سند ژر لاسلیک کړي.

خودې له جمهور رییس کرزي سره خپلې خبرې خواشینوونکې وبللې:

"باید ووایم چې زموږ له لیدلو څخه وروسته زه ډیره غمجنه او خواشینې شومه؛ کله چې زموږ له خبرو وروسته هغه راته وویل چې؛ امنیتي او دفاعي سند نه لاسلیک کوي.

زه هیله لرمه چې هغه دا کار وکړي."


د امریکا د ملي امنیت سلا کارې سوزان رایس چې په درې ورځني سفرکابل ته راغلې د طلوع له خصوصي ټلویزیون سره په مرکې کې دا څرګندونې کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې، میرمن رایس له ښاغلي کرزي سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی که چېرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي سند ژرلاسلیک نه شي نومتحده ایالات به له دې هېواد نه د امریکایی اونورو بهرنیوسرتیرو د وتلو پلان ترتیب کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې؛ ولسمشر کرزي له سوزان رایس سره په خبرو کې پرخپل پخواني دریځ ټینګار کړی.

ښاغلي کرزي د مشورتي لویې جرګې په غوڼده کې وویل چې؛ د ملي شورا له خوا له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند له تصویب سره سره به دا تړون له راتلونکو انتخاباتو نه وروسته وشي.

مشورتي لویه جرګه چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیده له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند تایید کړ او له ولسمشر کرزي نه یې وغوښتل چې؛ په یوه میاشت کې یې لاسلیک کړي.

په عین حال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزان راییس وایي چې؛ له دې سره ډیرو افغانانو په لیدنه کې له امنیتي او دفاعي سند نه ملاتړ کړی دی:

"کله چې له ځینو افغانانو سره د خبرو فرصت راته پیدا شو؛ زه د افغانستان بیلا بیلو برخو لکه کابل، کندهار او ننګرهار ته ولاړم.

له افغانانو سره چې ما ولیدل، ویل یې چې، له امریکا سره د اړیکو د دوام غوښتونکي دي او غواړي چې، دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون په بشپړډول لاسلیک شي."


ټاکل شوې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون د تصویب لپاره ملي شورا ته هم واستول شي.

یوشمېر سیاسي څیړونکو او ګوندونوهم له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون د افغانستان لپاره ګټوربللی دی.

ولسمشر کرزي هم ویلي چې، دا سند د افغانستان په ګټه دی؛ خو دا چې له ۲۰۱۴ میلادي کال مخکې به یې لاسلیک کړي او که به په خپل موقف همداسې ولاړ پاتې شي دا لا نه ده معلومه.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG