د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د پکتيکا په جاني خیلو کې ځانمرګي بريد لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله


نن د ورځې په یوولس نیمې بجو د پکتيکا ولايت جاني خیلو ولسوالۍ په ښارګوټي کې دیو دوکان مخې ته ځانمرګی برید شوی؛ چې له کبله يې درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه ملي پولیس او ۵ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې چاودنه دګاډو د ترمیم د یو ورکشاپ مخې ته شوې، چې له امله يې درې ملکي وګړي وژل شوي او د دوو ملي پولیسو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي تپيان شوي دي.

په په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې ځانمرګي بريد کې د احسان الله سعادت په نوم یو کس، چې دوه کاله وړاندې يې د د جاني خیلو د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې وه؛ وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکیو نوموړی ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندلی او ویلي يې دي:

"د دې خاورې او ولس دښمنان نه غواړي چې؛ زموږ هېوادوال په ارامه فضاه کې ژوند وکړي، دوی پر ملکي افغانانو بريدونه کوي او دا ورته توپیر نه لري، چې دا ملکیان دي او که پوځي خلک، د دوی هدف افغان وژنه ده."

بل خوا وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او ویلي يې دي، چې په دې برید کې يې د سیمې ولسوال او یو تن محلي قوماندان له خپلو ملګرو سره وژلي دي.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ مازدیګر مهال د اومنې ولسوالۍ په ښارګوټي کې هم بمي چاودنه شوې وه، چې له امله يې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او د درېیو تنو سیمه ییزو پولیسو په ګدون ۵ تنه نور ملکي کسان ټپیان شوي ول.
XS
SM
MD
LG