د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۲

صدیقي: له نږدې شلو امنیتي کمپنیو پرته پاتې ټولې لغوه شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاد غلام صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاد غلام صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هیواد کې یې د خصوصي امنیتي کمپنیو د لغوه کولو پروګرام بشپړ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ پرته له هغو خصوصي امنیتي کمپنیو، چې د ډیپلوماټیکو ادارو امنیت پرغاړه لري، نورې ټولې خصوصي امنیتي کمپنۍ لغوه شوي دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د هغو ټولو خصوصي امنیتي کمپنیو د لغوه کیدو خبره کوي؛ چې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو او غیر ډیپلوماټیکو ادارو ساتنه یې پرغاړه وه؛ خو یو شمېر عام خلک بیا وايي، چې ددغو امنیتي کمپنیو په فعالیتونو کې یې کوم بدلون نه دی ترسترګو شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صیدق صدیقي وویل، چې د جمهور رییس له فرمان سره سم له پنځلسو نه تر شلو پورې کمپنیو پرته نورې ټولې خصوصي امنیتي کمپنۍ لغوه شوي دي.

هغه وویل، چې پاتې کمپنۍ به هم، چې تر ډیره د ډیپلوماټیکو ادارو امنیت په غاړه لري، د روان لمریز کال تر پایه لغوه شي او ځای به یې د عامه محافظت پولیس ونیسي:

ښاغلي صدیقي وویل چې اوسمهال په ټول هیواد کې یوازې د یو سلو اویا ډیپلوماټیکو ادارو او مرکزونو امنیت خصوصي امنیتي کمپنۍ پر غاړه لري.

نوموړي وویل، د لغوه شویو کمپنیو ځای د عامه محافظت پولیسو نیولی چې شمیر یې دولس زرو ته رسیږي.

دغه پولیس چې د لغوه شویو کمپنیو یو شمیر ساتوونکي هم پکې جذب شوي، د کورنیو چارو په وزارت کې د یوه نوي جوړ شوي معینت له خوا اداره کیږي.

که څه هم صدیقي په دې اړه معلومات ورنه کړل چې ټولې څومره خصوصي امنیتي کمپنۍ لغوه شوي دي، خو تیر لمریز کال د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې څلور پنځوس دارنګه کمپنۍ یې لغوه کړي او ۴۶ نورې به هم ډیر ژر لغوه کړي.

دغه کمپنۍ په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو، نړیوالو موسسو، پراختیايي پروژو او ان د شخصي کورونو د امنیت لپاره ګمارل شوې وې.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت وايي چې اکثره دغه کمپنۍ لغوه شوي خو د کابل څو تنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې دوی ددې کمپنیو په فعالیتونو کې بدلون نه دی احساس کړی.

افغان حکومت وروسته له هغې د خصوصي امنیتي کمپنیو د لغوه کولو هلې ځلې پیل کړې چې د ځینو کمپنیو ساتوونکي د غلا او وژنې په ګډون په جنایتونو او ناامنیو کې ښکیلې وبلل شوې.

جمهور رئیس حامد کرزي په لومړی سر کې د ټولو خصوصي کمپنیو لغوه کیدل غوښتل خو د نړیوالې ټولنې له مخالفت وروسته یې هغو کمپنیو ته د فعالیت اجازه ورکړه، چې د نړیوالو ادارو او دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت ساتي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG