د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۳

کابل او واشنګټن د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ

ولسمشر کرزی له خپل امریکايي سیال سره ستراتیژیک سند لاسلیکوي
ولسمشر کرزی له خپل امریکايي سیال سره ستراتیژیک سند لاسلیکوي
کابل او واشنګتن د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ. له دې سره امریکا ژمنه وکړه، چې د اوږدې مودې په مخه به له افغانانو سره وي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د دې سند په اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې وار له مخه شویو موافقتنامو د دې سند لاسلیکولو ته لاره پرانیسته:

«د ستراتیژيکو همکاریو سند، داسې تیار شوی چې په وروستیو کې دوو پریکړه لیکونو لاره ورته پرانیسته، د هغو توقیفځایونو سپارل افغانان دولت ته چې د امریکا په لاس کې وې او د ځانګړیو عملیاتو او د شپې په مخه د عملیات افغاني کیدل.»

د امریکا ولسمشر تیره شپه په سیمه ییز وخت لس بجې او شل دقیقې د بګرام په هوایي ډګر کوز شو او د افغانستان لپاره د امریکا سفیر راین کراکر د هغه هرکلۍ وکړ. له هغه وروسته په هیلکوپتر کې جمهوري ریاست ته ولاړ او د شپې په پوره دولس بجې یې له افغان ولسمشر سره د ستراتیژيکو همکاریو سند لاسلیک کړ. له لاسلیکیدو وروسته بارک اوباما د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل:

«له دې موافقې سره زه ډاډه یم، چې د افغانستان خلک به پوه شي چې متحد ایالات د دوي ترڅنګ دي او دوي به پوه شي چې متحد ایالات زموږ هدف چې د القاعدې له منځه وړل او هغوي له خپلو خوندي پناهځایونو محرومول دي، ترلاسه کولی شي.

په عین وخت کې موږ دا توان لرو، چې دا جګړه وګټو او دلته په افغانستان کې د سولې نوی پړاو پرانیزو.»


د سند تر لاسلیکولو وروسته په خبرې غونډې کې ولسمشر کرزي بیا د افغانستان ګاونډيو ته ډاډ ورکړ، چې دا سند کوم دریم ګړي هېواد ته ګواښ نه پيښوي، حامد کرزي وویل، هیلمند یم چې دا سند به په سیمه کې سوله ټينګه کړي:

«هیله لرم چې زموږ په سیمه کې د امنیت، پرمختګ او هوسایي سبب شي.»

تیر کال په ترکېي کې د افغانستان په اړه په جوړې شوې غونډې کې د ایران استازي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له اوږدمهاله حضور سره مخالفت وکړ، خو د امریکا ولسمشر په کابل کې تیره شپه وویل، اوس به ټول پوه شي چې امریکا د اوږدې مودې په مخه له افغانانو سره ده:

«نن موږ موافقه وکړه، چې د اوږدې مودې په مخه همکاران واوسو څو له ترورزم سره مبارزه وکړو، افغان امنیتي ځواکونه وروزو، دیموکراتیکې موسسې غښتلې کړو، د پرمختګ ملاتړ وکړو او د ټولو افغانانو د بشري حقونو په ساتنه کې مرسته وکړو.

له دې موافقې سره باید افغانان او نړېوال پوه شي چې افغانستان د امریکا ملګری او همکار دی.»


د امریکا ولسمشر له افغانستان سره د اوږدمهاله ستراتیژیکو اړیکو سند په داسې شپه لاسلیک کړ، چې یو کال مخکې په همدې شپه امریکایي ځانګړیو ځواکونو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG