د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۳

طالبانو د استاد ياسر مړينه تاييد کړه

استاد ياسر په ٢٠٠٧م کال کې، که غواړئ عکس غټ وګورئ، بيا ورباندې کليک وکړئ
استاد ياسر په ٢٠٠٧م کال کې، که غواړئ عکس غټ وګورئ، بيا ورباندې کليک وکړئ
وسله والو طالبانو د پاکستان د استخباراتي ادارو په ولکه کې د خپل یوه بل مهم مشر د وژل کیدا خبر تائيد کړ.

دغه کس استاد یاسر نومیږي او د طالبانو په لیکو کې يې د پام وړ اهمیت درلود.

له پاکستانه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې استاد یاسر له تیرو څو کلونو راهیسې ددې هیواد له استخباراتي ادارو سره بندي و، خو دا لا نده څرګنده چې کله او څنګه وژل شوی.

استاد یاسر ، چې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسیدونکی و له نیول کیدو وړاندې د طالبانو د فرهنګې کميټې او د ځينې راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې د سیاسي کميټې د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

که څه هم وسله والو طالبانو لا رسماً په دې باب څه نه دي ویلي، خو ددغې ډلې یوه عالي رتبه مسوول، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي له ازادي راډیو سره په تماس کې د یاسر مړینه تائید کړه.

استاد ياسر د ازادۍ راډيو له خبريال سره پنځه کاله مخکې
استاد ياسر د ازادۍ راډيو له خبريال سره پنځه کاله مخکې
خو په عین حال کې يې په کوټه کې ددې ډلې د نظامي شورا د مرستیال په ګډون د پينځه ویشتو نورو مهمو طالبانو د وژل کیدا راپور په کلکه رد کړ.

تیره ورځ یوشمیر رسنیو د ځينې حکومتي سرچینو له قوله خبر ورکړ چې د پاکستان استخباراتي ادارو ۲۵ افغان طالب مشران وژلي، چې ددې ډلې د نظامي مرستیال مولوي محمد اسماعیل او مولوي شهید خیل په ګډون ګڼ شمير مهم او د سر سړي پکې شامل دي.

بلخوا دغه طالب مشر وايي، ملا اسماعیل او یوشمیر ملګري يې لا هم د طالبان تر توقیف لاندې او دوسیه يې دوام لري، خو زیاتوي، چې نه خو يې لا دوسیه فیصله شوې او نه هم پاکستاني استخباراتو نیولي.

استاد یاسر د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د جهاد په کلونو کې د پوهاند سیاف په مشرۍ د اسلامي اتحاد ګوند د سیاسي کمیسيون مشر، په لنډ مهاله حکومت کې د اطلاعاتو او د پخوانیو مجاهدینو په حکومت کې د ښار و کور جوړونې وزیر په توګه هم دندې ترسره کړي.

نوموړي د طالبانو د ادارې تر پرځيدا وروسته په پاکستان کې پټ ژوند کاوه او ددې ډلې د فرهنګي کميټې د مشرۍ چارې يې پرمخ وړلې تر هغې چې پاکستاني استخباراتو په خیبر پښتونخوا کې ونیوه او د اسلام اباد په چکلاله هوايي ډګر کې يې امريکايي مقاماتو ته وسپاره.

یاسر په څرخي پله کې تر یوې مودې بند تیرولو وروسته په ۲۰۰۷ کال کې د ایټالوي ژورنالیست دانيل ماستروجياکومو سره تبادله شو.

طالبانو دغه ايټالوی ژورنالیست خوشي خو د هغه افغان ژباړن اجمل نقشبندي او موټر چلوونکی يې ووژل.

نوموړي ته یوې نژدې سر چينې ازادي راډیو ته وویل، یاسر له څرخي پله زندانه تر خوشې کیدو وروسته یوارې بيا پاکستان ته لاړ او ددې هیواد په یوه پوځي روغتون کې يې د بډوډو یا پښتورګو درملنه وکړه.

نومو ړی دویم وار په ۲۰۰۸ کال کې د پيښور په حیات اباد کې د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري تر نیول کیدو وروسته تری تم شو، که څه هم له دې وړاندې هم د یاسر د مړینې راپورونه خپاره شوي خو هغه مهال هیڅ طالب مشر نه و تائید کړي.

استاد یاسر څویم طالب مشر دی چې په مرموز ډول د پاکستان له خوا وژل کیږي.

له دې وړاندې ددې ډلې د واکمنۍ پر مهال د ملي دفاع وزیر ملا عبید الله، قاري یحی هجرت او ځينې نور طالبان په ورته ډول وژل شوي.

همدا راز د ملابرادر په ګډون ځینې نور بیا نیول شوي او د برخلیک په باب يې هيڅ جزیات په لاس کې نشته.

د پاکستان استخباراتي ادارې هغه طالب مشران نیسي یا وژني، چې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي یا يې له افغان دولت او ناټو ځواکونو سره په دې اړه خبرې کړې وي.

د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه را رسیدلي راپورونه وايي چې ملا اسماعیل چې په اصل کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د شیرخان کلي اوسیدونکی دی له څه مودې راهیسي د طالبانود رهبري شورا له لوري کوټي ته ور بلل شوی وو خو ناڅاپه له دغه ښار څخه تری تم شوی وو.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG