د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۳

کندهار: د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ نښته کې ۴ پوځیان ووژل شول

د په کندهار کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په دو جلا جلا نښتو کې دوه نړیوال سرتیري د هغوی یو ترجمان او درې افغان ځواکونه ووژل شول .

لومړۍ پېښه د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د مهارجرینو کېمپ ته نږدې هغه مهال رامنځ ته شوه؛ کله چی یوه افغان ملي پولیس پر امریکایې ځواکونو ډزي وکړې .

د اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید وردګ ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه ۲۰۵په کندهار کې په پېښه کې یو امریکایي سرتیرې او دوه ملي پولیس، چې یو یې برید کوو نکی او بل یې ملګری وو ووژل شول .

تر دې پیښي وروسته د شاولي کوټ ولسوالۍ د کجرو په کلي کې هم د افغان او نړیوالو خاصو ځواکونو په یوه پوځي مرکز کې نښته وشوه. د اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید وردګ ازادي راډیو وویل چي لومړی یوه افغان پوځي پر۲۰۵د یوه امریکایي سرتیري او دهغه پر ترجمان ډزي وکړې او دواړه یې ووژل .

د نوموړي په خبره ورورسته د نورو امریکایي خاصو ځواکونو له خوا برید کوونکی هم ووژل شو .

د ملي اردو دغه قومندان په خپلو لومړیو خبرو کې وایي، چې د دواړو پیښو انګیزه لفظي شخړه ده.

د ده په خبره د پیښو د لا روښانتیا لپاره یو تحقیقاتي ټیم سیمو ته تللي، چې د پېښو پوره پلټنه وکړي .

̎دا یو لفظي شخړه وه ځکه دوی په عملیاتو کې نه وو، په کیمپ کې وو زموږ هیات د برسي لپاره سیمې ته تللی، په دې اړه به نور تحقیقات وکړو .̎

بل خوا د دولت وسله وال مخالفین په دواړو پیښو کې ښکېل کسان خپل ملګري بولي. په جنوب کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې برید کوونکي د دوی ملګري دي .

دا په جنوب کې په تیرو څو میاشتو کې په پرله پسې ډول پنځه پیښه ده چې رامنځ کیږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG