د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۳

یوسف رضا ګیلاني مجرم وپیژندل شو

صدراعظم یوسف رضا ګیلاني
صدراعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان سترې محکمې د دې هیواد صدراعظم یوسف رضا ګیلاني مجرم وپیژاند چې له سويسي چارواکو څخه يې د ولسمشر اصف علي زرداري د فساد د مخکینیو دوسیو د بیرته پرانيستلو غوښتنه نه ده کړې او د محکمې فیصلې ته یې سپکاوی کړی دی.

سترې محکمې د تیرې فبرورۍ په میاشت کې پر هغه دا تور لګولی و. ګیلاني چې له دې کاره یې سرغړولی وایي، زرداري د ولسمشر په توګه له عدلي او قضایي تعقیبه معاف دی.

هغه همداراز محکمه تورنه کړې چې د سیاسي انګېزو پر اساس زرداري تعقیبوي.

د ګېلاني مدافع وکيل اعتزاز احسان تر دې حکم مخکې خبريالانو ته وويل، مجرم پېژندل به صدراعظم ناڅاپه له واکه ونه غورځوي:

”صدراعظم به تر دې او هر ډول نورو پرېکړو وروسته هم د صدراعظم په توګه پاتې وي. د صدراعظم د ليرې کولو لپاره اساسي قانون وايي: د پاکستان د ملي اسمبلۍ د هر يوه غړي په اړه که کومه پوښتنه ولاړېږي، هغه به د ملي شورا مشر ته راجع کېږي“

ګیلاني د شپږو میاشتو بند له سزا سره مخامخ و، خو د پاکستان رسنۍ وایي سترې محکمې هغه په سمبولیک بند محکوم کړ، په دی مانا چې نوموړی به نن د ورځې ترپایه پورې چې د محکمې جریان پای ته نه وي رسېدلی، په محکمه کې پاتېږي.

دلته يي ویډیو هم کتلای شﺉ:

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG