د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۱

د سوريې ځواکونو پر سراقب يرغل وکړ

د حمص ښار يوه برخه
د حمص ښار يوه برخه
په داسې حال کې چې له ياغيانو څخه د سيمو د بېرته نيولو لپاره د سوريې د رژيم ځواکونو د توپخانې ډزې تېزې کړي، د سوريې پوځيانو د ټانکونو په مرسته د جمعې په ورځ پر يوه شمال لوېديځ ښارګوټي يرغل وکړ.

د سوريې لپاره د بشري حقونو څارونکې ډله چې مرکزي دفتر يې په بريتانيا کې دى او د هماهنګۍ يوې سيمه ييزې کمېټې ويلي، د سوريې پوځيان د شمال له لوري سراقب ته ننوتل.

څارونکې ډله وايي په بريد کې لږ تر لږه يو ملکي کس ووژل شو. بله خوا د هماهنګۍ کمېټه يا LCC وايي له پوځيانو سره حکومت پلوه وسلوال هم ملګري وو، چې د شبيحه او په شخصي کاليو کې د امنيتي اجنټانو په توګه پېژندل کېږي، دوى په بسونو کې سيمې ته راروسېدل او پر خلکو يې بريدونه او د دوى نيونه پيل کړه.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، دولت په هغو سيمو کې چې عمليات روان دي، د ارتباطاتو شبکې بندې کړې دي.

سراقب د ادلب ولايت په شمال کې پروت دى، چې له ترکيې سره پوله لري او له څو مياشتو له پوځ څخه د تښتېدلو سرتېرو په ولکه کې و.

پر سراقب وروستى بريد يوولس ورځې وروسته تر هغه کېږي چې دولتي ځواکونو د ادلب ولايت مرکز په خپله ولکه کې راوست، چې له څو مياشتو د مخالفانو په کنټرول کې و.

د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو له يوې مياشتې راهيسې د عملياتو لړۍ پيل کړې ده او په تېرو دوو اوونيو کې يې په ادلب ولايت او د حمص په مرکزي ښار کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمې په نښه کړې دي.

نړيوالو غندنو او په لوړه کچه ډيپلوماسۍ ونه کړاى شول د سوريې بحران چې شا و خوا يو کال يې کېږي ودروي، ملګري ملتونه وايي په دې موده کې تر ٨ زره زيات خلک وژل شوي چې اکثره يې ملکي مظاهره چيان او اعتراض کوونکي دي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه بيان کې په سوريه کې د اوربند غوښتنه وکړه، چې د سياسي حل لپارې لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو زمينه برابره شي.

د اسد حکومت دغه بيان ته زيات اهميت ورنه کړ، ويې ويل، دمشق تر ګواښ لاندې نه دى.

په سوريه کې پاڅونونه تېر کال پيل شول، اعتراض کوونکو د سياسي اصلاحاتو غوښتنه کوله. ناکراري هغه وخت زياته شوه چې د اسد ځواکونو هڅه وکړه د تاوتريخوالي له لارې مخالفان وځپي، په مخالف لوري کې ګڼو کسانو د خپلو ښارګوټو د ساتنې او پر دولتي ځواکونو د بريد لپاره وسلې واخيستې.

د شنبې وختي د بشري حقونو څارونکې ډلې او د هماهنګۍ کمېټې وويل، دولتي ځواکونو د مرکزي ښار حمص د خالديه پر ګاونډ د بريد د تياري لپاره چې د ياغيانو په کنټرول کې دى، د هاوان ډزې کړې دي.

د سوريې د بشري حقونو د څارونکې ډلې مشر رامي عبدالرحمن وويل، پر خالديه، چې يوه ګڼ مېشتې سيمه ده، د شنبې له سهاره د توپونو ډزې شوې دي.

د هماهنګۍ کمېټې يا LCC د خپل فېسبوک پر پاڼه يوه ويډيو خپره کړې چې په کې د استوګنې له يوې سيمې لوګي پورته کېږي، دغه اداره وايي دا خالديه سيمه ده.

په ګاونډ کې پروت حمص ښار څو مياشتې د ياغيانو په ولکه کې و. د سوريې د يو کلن پاڅون په بهير کې حمص د د درنو جګړو شاهد و. دولتي ځواکونو د مارچ په لومړۍ نېټه په باباعمرو ولسوالۍ کې د ياغيانو يو ټينګ مرکز ويجاړ کړ.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو او عرب ليګ استازى کوفي عنان نن مسکو ته ځي چې له روسي چارواکو سره د سوريې مسئله مطرح کړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG