د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۱

د سوريي حکومتي ځواکونو خپلو بریدو ته دوام ورکړی

په سوریه کې د بشري حقونو فعالان وايي، چې حکومتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې خپلو حملو ته دوام ورکړي.

په عین حال کې د سوریې حکومت د سره صلیب نړېوال سازمان هغه کاروان ځنډولی چې د خوراکی مواد او نورو عاجلو مرستو د رسولو لپار د حمص ښار ته روان شوی وو.

د سوریې حکومت لا هم هغه کاروان چې د جمعې په ورځ له دمشق څخه د سره صلیب د نړېوال سازمان له خوا سیمې ته روان شوی وو، له ځان سره ساتلی دی.

د سوریې حکومت مخکې تردې ژمنه کړې وه، چې دې کاروان ته به اجازه ورکوي چې په حمص ښار کې له ځپل شوېو خلکو سره د مرستې مواد ورسوي.

د بابا عمرو د سیمې اوسیدونکو وضعیت ډير ناوړه بللی دی او وايي چې نه اوبه لري او نه هم خوراکي مواد ورته رسیږي.

د حمص ښار د دې سیمې خلکو ویلي، چې دا سیمه تقریبا درې اونۍ مخکې د پوځ له خوا کلا بند شوې وه او له هغه راهیسې د مخالفینو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اغلو د شنبې په ورځ په استانبول کې د سوریې حالاتو په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د بابا عمرو د سیمې وضعیت د حکومتي ځواکونو له خوا د خلکو د قتل عام یو کمپاین دی:

"په بابا عمرو کې وروستۍ پېښې او تر دې مخکې په نورو ښارونو کې شوې پيښې د خلکو د قتل عام لپاره په یوه منظم کمپاین بدلې شوې دي چې د پوځ له خوا د هغوي د خپلو خلکو په ضد چلیږي. تشدد او مشکلات هر ورځ مخ په زیاتیدو دي."

په همدې خبري کنفرانس کې د ایټالیاد بهرنیو چارو وزیر جیولیوترزي وویل، چې د بابا عمرو په سیمه کې روان تشدد د منلو وړ نه دی:

"هغه څه چې په دې سیمه کې روان دي، هغه د خلکو له منځه وړل او د ښارونو له منځه وړل دي چې بمبارد شوی دي.

هلته خلک په لارو سرکونو باندې دا ترور په خپلو سترګو ګوري. دا وضعیت یو جنایت او د بشریت ضد جرم دی."


په عین حال کې د بشري حقونو فعالین وايي، چې د شنبې په ورځ هم د ترکیې سرحد ته نږدې د ادلیب په ښار کې د سوریې د رژیم د ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ درنه جګړه روانه وه.

له بله پلوه د سوریې دولتي مطبوعاتو د شبنې په ورځ وویل، چې یوه انتحاري حمله کونکې په درعا ښار کې دوه تنه وژلي دي.

درعا هغه ځای دی چې د بشار الاسد د رژیم په ضد روان مخالفت ځينې پیل شو. د ملګرو ملتونو د اټکل پر اساس په تیر تقریبا یوه کال کې لږترلږه اوه نیم زره کسان په سوریه کې په روانو ناکراریو کې وژل شوي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG