افغانستان په نړۍ کې د اپینو ستر تولیدونکې هېواد دی او دغه راز په دې هېواد کې په نشه یې موادو د معتادو یا روږدو کسانو شمېر هم مخ په زیاتیدو دی.
دولتي او غیر دولتي ارګانونه په نشه یي موادو باندې د اخته کسانو د علاج او درملنې او له هغوي سره د مرستې په برخې کې یو څه هڅې کوي، خو زیات شمېرکسان د مرګ او ژوند تر منځ واقع دي او د یوه معتاد په وینا، هره شپه د مرګ احساس کوي.
په کابل کې هوا ډېره سړه ده، خو د زمان په نامه افغان د واورو له پاسه پروت دی او له ځایه نه ښوري، دغه افغان زیات هیروئین استعمال کړي او د خیریه موسسې په مرستې ژوندی پاتې شوی دی.
زمان چې له سړو رپیږي وایي، هره شپه د مرګ احساس کوي او په سړې هوا کې بیده کېږي.
زمان وایي، کله چې هیروئین استعمال کړي، د خوښی احساس کوي، هیروئین زما دردونه نه لیري کوي، خو کموي یي، زه ناروغ یم او دا لکه درمل دي.
زمان یو وخت په هلمند ولایت کې پولیس و او هلته یي د اپینو استعمال پيل کړی و، چې وروسته یي خبره هیروئینو ته ورسیده.
ده درې کاله په ایران کې تېر کړل او بیرته افغانستان ته ستون شو او دا ځکه چې هلته هیروئین ګران وو او په افغانستان کې یي بیه ټیټه ده او په اسانۍ سره پيدا کېږي.
د نړۍ ډاکټران خیریه موسسې یوه ډله په زمان وربرابره شوه او هغه یي له واورو راپورته کړ، خو بیرته یي د هغه په پخواني ځای یعنې په پلچرخې سېمې کې تر یوه پله لاندې پریښوده په کوم ځای کې چې زیات شمېر پوډریان پکې راټولیږي.
د دغې خیریه موسسې یو کارکوونکې عبدالرحیم وایي، هر سهار موږ د یوه یا دوو کسانو مړي پیدا کوو. زیات شمېر معتادان د سختو سړو له وجې مري.
د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس، د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ په افغانستان کې په نشه یی موادو د روږدو کسانو شمېر دری برابره شوی او دا مهال ۱۵۰ زره کسان په هیروئینو او ټول ټال ۲۳۰ زره کسان په اپینو روږدې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کېمون د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه په ټينګه وغوښتل چې د نشه یي موادو د قاچاق پر ضد مبارزه دي په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي او دا پداسي حال کې ده چې پدي هیواد کې تېرکال د اپینو تولید په سلو کې ۶۱ زیات شویدی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکې په ډاګه وایي چې د نشه یی موادو پر ضد مبارزې وزارت کې دادارې فساد له وجې دا ستونزه مخ په زیاتېدو ده، خو د نشه یي موادو پر ضد مبارزې وزارت ددغه کار پړه په عامې روغتیا اچوي.
په دې منځ کې “د نړۍ ډاکټران” خیریه موسسه ګېر ده او په ۲۰۱۰ کال کې یي په نشه یي موادو روږدو دوه سویو نارغانو ته د درملنې یو پروګرام پيل کړ، خو دا پروګرام شپږ میاشتې وروسته د نشه یی موادو پر ضد مبارزې د وزارت له خوا بند شو. په روان وخت کې د نړۍ ډاکټران خیریه موسسې ۷۱ کسان تر درملنې لاندی نیولې دې.
د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکې سید حبیب فرانسپرس آژانس ته ویلي، په افغانستان کې زیاته څېړنه شوې، د نشه یي موادو پر ضد وزارت او د نشه یي موادو د مافیا تر منځ له تړاو پرته بل څه دلیل دی چې د معتادانو درملنه دي بنده شي؟.
د حبیب په وینا، یوازي په کابل کې د ورځې د دري نیم میلونو ډآلرو په ارزښت نشه یي مواد پلورل کېږي. که چېري مونږ معتادو کسانو ته میتادون په وړیا ډول ورکړو، هیروئینو ته به هیڅ اړتیا پاته نشي او مارکېټ به یي په افغانستان کې له منځه لاړ شي.
د عامي روغتیا چارواکې په مستند ډول وایي، د تنظیم شویو جرمونو جنایتکاران له هرې ممکنې لارې څخه ددغه پروګرام د مخنیوي هلې ځلې کوې او یو شمېر افغان چارواکې چې د نشه یي موادو د قاچاق او تولید د مخنیوي په ادارو کې کار کوي، په پیسو اخلي، خو د نشه یی موادو پر ضد د مبارزې وزارت ویاند عبدالقیوم سمېر وایي، پدي اړه هیڅ شواهد نشته.
د عامې روغیتا چارواکې وایي، د نشه یي موادو له استعمال سره د HIV ناروغانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی. تېرکال په افغنستان کې په دي وایرس باندي اخته ۶۳۶ کسان ثبت شوي وو او سږ کال دا شمېر دولس سویو ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا د چارواکو په وینا، دا یوازې هغه کسان دي چې راجستر شویدی، په ایچ آي وي وایرس اخته کسان ممکن تر پنځه زرو زیات وي.