د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۵

د مرکزي اسیا د نشه یي موادو پر ضد نوښتونه

روسيي اسیايي هېوادونه اړ کړي چې د نشه يي موادو پر ضد د امریکا سیمه ایز پلان لاسلیک نه کړي
روسيي اسیايي هېوادونه اړ کړي چې د نشه يي موادو پر ضد د امریکا سیمه ایز پلان لاسلیک نه کړي
ویل کېږي، چې روسیه د نشه یي موادو پر ضد د متحده ایالاتود هغه پلان مخه نیسي چې غواړي له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د نشه یي موادو قاچاق بند شي.

مسکو اندیښنه لري چې واشنګټن ګواکې په دې پلان سره په سیمې کې چې په اصطلاح د مسکوانګړ دی، د نفوذ زیاتولو اراده لري.

دا پلان د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلیم برنز او د همدې وزارت د نړېوالو نشه یي موادو او قانوني چارومعیین ویلیم براون فیلډ د فبرورۍ په شپږمه د اطریش په مرکز ویانا کې د پاریس د تړون د غړېو هېوادونو په غونډې کې وړاندې کړ.

دا هېوادونه له افغانستان څخه نورو هېوادو ته د نشه یي موادو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو کار کوي.

د واشنګټن په دې پلان کې چې سرلیک یي دی: د مرکزي اسیا د نشه یي موادو پر ضد نوښتونه، وړاندیز شوی چې قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان ، ترکمنستان او ازبکستان دي ګډ کاري ځواکونه جوړ کړي او خپل کارونه باید له افغان او روسي ځواکونو سره تنظیم کړي.

په پلان کې ویل شوي، په هر کاري ځواک کې باید د مربوطو هېوادونو د نشه یي موادوضد قوتونو ۲۵ کسان شامل شي او د متحده ایالاتو د نشه یي موادوضد ادارې تر نظارت لاندي به کار کوي.

د کاري ځواکونو ډلې به د نشه یی موادو د قاچاق وړونکو په اړه په خپلو کې معلومات شریکوي، د پولو ټولو خواو ته به ګډ عملیات کوي او د قاچاق وړونکو پر ضد به دوسیې هم پر مخ وړې.

افغانستان په نړۍ کې د اپینو په تولید کې ستر هیواد دی چې له دي موادو څخه هیروئین جوړیږي او افراطې ډلو ته هم له دي لارې پیسې رسیږي.
په سیمه کې په نشه یي موادو اعیتاد یا روږدیدل یوه ستره ستونزه ده.

د روسیې د کومرسانت ورځپاڼې په حواله، د امریکا د دغه پلان له عملې کېدو مخکې، د مسکو هیئتونه د مرکزي اسیا هیوادونو ته تللي او هغوي ته یي د امریکا ددغه پلان ټول خطرونه په ګوته کړی دي.

یو امریکایي چارواکې چې له مسلې سره پوره بلد دی، دا مني چې امریکایي هیئت ونشو کړای د ویانا په غونډې کې دا پلان په ټولو ومني خو وایي، رد شوی هم نه دی. د ده په وینا، بیا هم دا یو ستر تعجب و.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د نشه یی موادوضد ادارې ویانده سوزان پیتمان وایي، د مرکزی اسیا له هیوادونو سره به دوه اړخېزې مشورې دوام وکړي:

“ موږ د مرکزي اسیا له چارواکو او مربوطو ادارو سره خبرو ته دوام ورکوو او متحده ایالات د نشه یي موادو پر ضد نورو مرستو ته هم چمتو دي.”

کومرسانت ورځپاڼې په ویانا کې د یوه روسي چارواکې له خولې لیکلې، په داسې حال کې چې د ګډ امنیت د تړون سازمان موجود دی، د بل ځواک جوړلو ته څه اړتیا ده؟

د امریکا متحده ایالات ولي د مرکزی اسیا له جمهوریتونو سره په دوه اړخیزو خبرو ټینګار کوي او په ډاګه په سیمه کې د روسیې پر ګټو سترګې پټوي؟.

د روسیې کومرسانت ورځپاڼې د یوه بل روسي چارواکې نظر هم راخیستی چې وایي، د امریکا د متحده ایالاتو دا پلان په مرکزي اسیا کې د نفوذ یوه نوي وسیله ده او په سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځي او سیاسي نفوذ د زیاتولو یوه طریقه ده.

په واشنګټن کې د هډسن انسټیټيوټ د سیاسي او پوځي چارو څیړونکې ریچارد وایڅ وایي، د امریکا له پلان سره د روسیې ښکاره مخالفت ددي څرګندوي دی چې دا هیواد لا هم په سیمه کې د امریکا په متحده ایالاتو زیات شک لري:

“داسی بریښې چې روسیه لا هم د افغانستان له جګړې اخوا په مرکزي اسیا کې د متحده ایالاتو پر فعال حضور خوښه نه ده.

د دې پر خلاف، روسیه تر بل هر چا زیات په افغانستان کې د امریکا او ایساف له ځواکونو شکایت کوي چې د نشه یي موادو د ستونزې په حل کې پاته راغلې دې”.

د ملګرو ملتونو په یوې څېړنې کې ویل شوي، روسیه په نړۍ کې د هیروئینو د استعمال تر ټولو ستر هیواد دی او په کال کې د دیرشو زرو او څلویښتو زرو پوري روسان د نشه یی موادو د استعال له وجي مري.
XS
SM
MD
LG