د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

لیکوال او شاعر مراد خان شینواری ومړ


مراد خان شینواری د وتلي شاعر او غزل بابا امير حمزه خان شینواري یواځنی زوی و
مراد خان شینواری د وتلي شاعر او غزل بابا امير حمزه خان شینواري یواځنی زوی و
د پښتو ژبې مشر لیکوال او شاعر مراد خان شینواری نن د شنبې په ورځ د فبروري پر اتلسمه نیټه له د ۸۵ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړی د پښتو ژبې د وتلي شاعر او غزل بابا امير حمزه خان شینواري یواځنی زوی و، مراد خان شینواری له تیرو شپږو کلونو راهیسې ناروغ و. د نوموړي روغتیايي حالت د جنوري میاشتې پر لومړېو کې هغه مهال لاپسې خراب شو، چې د فلج ناروغۍ پرې حمله وکړه.

مراد خان شینواري په پښتو او اردو ژبو شاعري کړې او د یو زیات شمېر پښتو فلمونو کېسې يې لیکلي، هغه د پښتو فلمونو په ډګر کې د یوه ښه کېسه لیکونکې په توګه شهرت درلود.

مراد خان څه باندې یوه میاشت د پيښور په شیرپاو روغتون کې د عاجلې درملنې واټ یا ICU کې په کوما حالت کې بستري و.

مراد خان شینواری له تیرې یوې اوونۍ راهیسې په خپل کور کې د مرګ و ژوند په کشمش کې پروت و او بلاخره يې نن د شنبې په ورځ سا ورکړه.

د نوموړي زوی سجاد شینواري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې نوموړی به نن د شنبې په ورځ د مازیګر پر پنځو بجو په خپل پلرني کلي د خیبر اجنسۍ په لواړګي یا لنډي کوتل کې خاورو ته وسپارل شي.

د نوموړي د کورنۍ په وینا د ناروغۍ په دې موده کې د پاکستان دولت او د خیبر پښتونخوا حکومت نوموړی یو مخ له پامه غورځولی و او هیڅ دپام وړ مرسته يې ورسره نه ده کړې.

هغه همداشان له ولسمشر کرزي نه مننه وکړه، چې په اسلام اباد کې د افغانستان د لوی سفير محمد عمر داودزي په سپارښتنه يې له دوې سره د یولکو کلدارو نغدي مرسته وکړه.
XS
SM
MD
LG