د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۴

"د شپې عملیات د ډیرو افغانانو د ژوند د ژغورلو لامل کیدای شي"

د ناټو ملکي استازې سایمن ګیس
د ناټو ملکي استازې سایمن ګیس
په داسې حال کې، چې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو د شپې د عملیاتو بندیدل غواړي، په کابل کې د ناټو چارواکي بیا دا عملیات موثره بولي.

د ناټو ملکي استازې وایې، که دا عملیات نه وای، نو ممکن یو زیات شمېر افغانان د بمي او ځان وژونکو حملو قرباني شوې وای.

سایمن ګیس، چې له ازادۍ راډیو سره یې په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې د اوس لپاره دا عملیات د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا په ګډه کیږي او دوې هڅه کوي مشري یې په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپاري:

"هغه څه چې زه غواړم د شپې عملیاتو په هکله یې ووایم دا دي، چې په اصل کې دغه عملیات د افغانانو د ژوند د ژغورلو لامل ګرځي.

زه پوهیږم چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې دا عملیات د خلکو نه خوښیږي، خو هغه څه چې د دې عملیاتو کار دی دا دې، چې د شپې عملیاتو په ترڅ کې بم جوړونکي، د ځان وژونکو بریدونو بنسټ ایښودونکي او هغه خلک چې چاودیدونکي توکي په موټرو او د سړکونو پر سر ځای پر ځای کوي او زه له دې ویریږم چې که موږ دا عملیات تر سره نه کړو، نو ډیر شمېر افغانان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
"

خو ښاغلي ګیس دا و نه ویل، چې د دې عملیاتو مشري، چې دوی یې د مخالفینو د نیولو او ځپلو لپاره مهم بولي کله افغان ځواکونو ته سپارلې کیږي.

د ناټو مامورین د شپې د عملیاتو په اهمیت دا ټینګار په داسې حال کې کوي، چې افغان حکومت یی بندیدل غواړي او خبر دارې یې ورکړې، که دا به له امریکا سره د افغانستان په ستراتیژیک تړون هم ناوړه اغیز وکړي.

خو په یو وروستي پرمختګ کې افغان حکومت هم ویلي، چې نه غواړي دا عملیات په بشپړه توګه بند شي، بلکه د دوې اساسي غوښتنه دا ده، چې د دې عملیاتو مشري افغان لوري ته وسپارلې شي.

خو د پوځي چارو کتونکي جنرال عتیق الله امرخیل ازادۍ راډیو ته په خبرو کې وویل، چې افغان ځواکونه باید لومړې د دې عملیاتو د ترسره کولو وړتیا ترلاسه کړي:

"دولت ته خو لومړی همدا ضرور ده، چې په هر قیمت کیږي باید خپل کومانډو يي ځواکونه پیاوړي کړي او افغانان باید وکولای شي چې د دې کار د مخنیوي لپاره خپله لاس په کار شي، په هغو ولایتونو کې چې دوې دغه عملیات کوي محلي ارګانونه دې دوي سره شریک شي، یعنې یو څو سپین ږیري له دوې سره شریک شي، په خپله افغان امنیتي ځواکونه باید ورسره وي او په خاصه توګه که ښځې ورسره وي او بیا دا عمل تر سره شي نو زه فکر کوم چې دا به د افغانانو لپاره د خلاصون لاره وي."

د شپې د عملیاتو د افغاني کولو دا بحثونه په داسې حال کې پورته شوي، چې څه موده مخکې د ناټو عمومي منشي وویل، چې د دوه زره دیارلسم کال په نیمايې کې باید افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو مسوولیت په غاړه واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي، چې د دوه زره دیارلسم کال په نیمايي کې به د دې هېواد جنګي ماموریت پای ته ورسیږي او دوې د افغان ځواکونو روزلو ته مخه کړي.

خو کتونکي بیا دا ویره لري، چې افغان ځواکونه لا دومره نه دي روزل شوي او نه هم دومره سمبال دي، چې د شپې عملیات، چې د زیاتو پرمخ تللو وسایلو په کارولو سره امکان لري ترسره کړي.

جمیله ظریف
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG