په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني مشرانو د دوه ورځنیو خبرو په پای کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر وویل، د دواړو اړخونو خبرې سختې وې، خو کله ناکله سختې خبرې هم په کار وي.
پاکستان ته د افغان ولسمشر له تلو مخکې افغان چارواکو ویلی و، چې ښاغلی کرزی به پر پاکستان فشار راوړي چې د کوټې په شورا کې له طالب مشرانو سره د تماس امکان ورته برابر کړي.
پاکستان په پرله پسې ډول په خپل قلمرو کې طالب وسله والو ته د ځای ورکولو او همدا راز د کوټې شورا په نوم په کوټه کې د طالب مشرانو د استوګنې تورونه رد کړي دي.
حنارباني کر وویل، موږ د هر راز غوښتنې په اړه غور ته تیار یو، خو که مو غوښتنې غیرمعقولې او خندوونکې وي، بیا نو د دې امکان نشته چې ځان له مقابل لوري سره په یوه ډول سره په ګډ دریځ کې ووینئ.
رباني کر زیاته کړه، که د افغانستان غوښتنه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر سپارل وي، بیا نو ښکاري چې حقایق سم نه دي څېړل شوي او دا ډول غوښتنې نه یوازې دا چې معقولې نه دي بلکې ان خندوونکې هم دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې څو ورځې مخکې کابل ته د سفر په ترڅ کې ویلي و، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ګڼ ناوړه تفاهمونه له منځه تللي.
دې همدا راز ژمنه کړې وه، چې که افغانستان وغواړي نو پاکستان به افغان طالبان د سولې په بهیر کې ګډون ته وهڅوي.
افغان ولسمشر د کابل او اسلام اباد د اړیکو په اړه په ډېر احتیاط، خو په شک سره څرګندونې وکړې.
رویټرز خبري اژانس د یو افغان مقام له قوله لیکي، چې وايي، ښاغلي کرزي دا ځل له پاکستاني چارواکو سره په کتنو کې په وضاحت سره د کابل د اندېښنو په څرګندولو کې ټینګ دریځ غوره کړی و.
ولسمشرحامد کرزي له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري سره تر کتنې وروسته په اسلام اباد کې وویل، اوس باید داسې یوه پالیسي جوړه شي چې د عمل په ډګر کې د پلي کېدو وړ وي.