د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۴

د شیکاګو په سرمشریزه کې به د افغان ځواکونو په مالي امکاناتو خبرې وشي

امریکا به له ۲۰۱۴ نه وروسته په افغانستان کې خپل لګښتونه کم کړي
امریکا به له ۲۰۱۴ نه وروسته په افغانستان کې خپل لګښتونه کم کړي
د امریکا د پوځ یو جګ پوړی چارواکې وایي، په افغانستان کې د بري په مقصد باید د افغان امنیتي ځواکونو د غښتلیتیا لپاره ژمنې زیاتې شي.

دا چارواکې چې د مسلې د حساسیت له امله یي د نامه له ښودلو ډډه کړې، وایي، متحده ایالات د افغانستان د امنیتي ځواکونو د غښتلتیا هڅې کوې، ژمنې او پریکړې به یي په مي میاشت کې په شیکاګو کې وشي.

ټاکل شوې، چې د ناټو په دې غونډې کې به د افغان امنیتي ځواکونو په لګښتونو، روزنې او تجهېز بحث وشي.

د امریکا متحده ایالاتو په تېرو څو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په زیاتولو او تشکېلاتو باندې په میلیاردونو ډالر لګولې دې.


د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د لګښتونو لپاره ۱۱ اعشاریه دوه میلیارده ډالر بیل کړې او دا بودیجه به په ۲۰۱۳ کال کې په سلو کې پنځوس کمه شي.

دا مهال د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو شمېر درې لکه او لس زرو ته رسیدلی او تمه ده، چې دا شمېر درې لکه او پنځوس زرو ته پورته شي.

د امریکا یو جګ پوړی پوځي چارواکې وایي، اټکل شوې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه څلور میلیارده ډالره وي او افغان حکومت به وکړای شي چې د دې پیسو په سلو کې ۱۲ پوره کړي او پاته پیسې به یي امریکا او ناتو ورکوي.

دا امریکایي چارواکې وایي، که د دغو لګښتونو نیمایي امریکا او نیمایي یي اروپایي هېوادونه ورکړې دا به ډېره ښه وي.

امریکایي چارواکې وایي، د شیکاګو په غونډې کې به په دوو مهمو مسلو خبرې وشي. یوه مسله به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او تجهېز وي او بله به له طالبانو سره دسولې مسله وي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې وویل، افغان حکومت او امریکا له طالبانو سره خبرې پیل کړې، خو طالبانو سمدستي له افغان حکومت او متحده ایالاتو سره د اړیکو ټينګولو او خبرو راپورونه رد کړل.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG