وروسته ترهغې چې ناټو ځواکونو په کاپیسا ولایت کې د دوې په هوایې برید کې د ملکي وګړو وژل کیدل تایید کړل د قربانیانو خپلوان د دې پیښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.
دوې وایې، دا لومړی ځل نه دی، چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې په ناحقه ملکي وګړي وژل کیږي، خو د دوې په خبره بهرني ځواکونه یوازې بخښنه غواړي او هرڅه له پامه وغورځوي.
عبدالظاهر چې په کاپیسا ولایت کې د فرانسوي ځواکونو په وروستي برید کې یې زوی او یو شمېر نور خپلوان وژل شوي د پنجشنبې په ماښام په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دی او د قربانیانو نور خپلوان په جدي توګه دا غواړي چې د دې پیښې عاملین د قانون منګلوته وسپارل شي:
"په دې ډله کې زما زوی هم وژل شوی، چې اجمل نومیده او په اتم ټولګي کې وو.
د منور او سید اعظم په نومونو زما دوه وریرونه هم وژل شوي چې په پنځم او شپږم ټولګي کې زده کوونکي وو.
د دې ترڅنګ زما د ورور دوه اوښي ګان هم په دې پیښه کې وژل شوي، فرانسوي ځواکونو دا جرم کړی او باید چې هرڅوک وي محاکمه او مجازات شي."
د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په ګیوه کلي کې نږدې لس ورځې وړاندې د فرانسوي ځواکونو په هوایې برید کې اوه تنه ماشومان چې ویل کیږي له څوارلسو کلونو څخه یې عمرونه کم وو او یو شل کلن ځوان چې عصبي ناروغي هم درلوده ووژل شول.
په افغانستان کې د ناټو د هوایې ځواکونو قومندان مایک ویګسټن د تیرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ومنله، چې په کاپیسا کې د فرانسوي ځواکونو په هوایې برید کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.
دې پیښې یو ځل بیا افغانان سخت اندیښمن او په غصه کړل، ولسمشر کرزي دا پیښه وغندله او د جدي څیړنو امر یې وکړ، ملي شورا هم له دې امله جدي غبرګون وښود او یو پلاوی یې د څیړنو لپاره سیمې ته ولیږه چې د هغوې څیړنو هم وژل شوي ټول ماشومان وښودل.
د ولسې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رییس او کاپیسا ولایت ته د دې پیښې د څیړنو د پلاوي غړی حاجي میرداد نجرابي هم وایې، چې باید د دې پیښې عاملین مجازات شي:
"موږ د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوو، ترڅو کومو کسانو چې دا جنایت ترسره کړی د قانون منګلوته وسپارل شي.
دغه راز په دې اړه دې هر اړخیزې څیړنې هم وشي، ترڅو هغه کسان چې دا عملیات یې طرح کړي او یا یې په دې اړه ناسم معلومات بهرنیو ځواکونو ته ورکړي هم مجازات شي.
هو دا زموږ غوښتنه ده چې د دې جنایت عاملین باید ډیر ژر د قانون منګلوته وسپارل شي."
که څه هم ناټو ځواکونه وایې، چې دا عملیات یې له سیمه ایزو امنیتي چارواکو سره په هماهنګۍ ترسره کړي، خو افغان امنیتي چارواکي وایې، چې دا عملیات نه یوازې له دوې سره په هماهنګۍ نه دي ترسره شوي بلکې دوې یې مخالفت هم کړی وو.
ناټو ځواکونو د دې پیښې له امله د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ویلي یی دي چې د پیښې سیمې ته به غځیدلی سړک قیر کړي.
په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي تلفات هغه څه دي چې د مخنیوي له ژمنو سره سره بیا هم تکرار شوي او د افغان دولت او نړېوالو ځواکونو ترمنځ یې کله کله خوابدي هم رامنځ ته کړې، ان ولسمشر کرزي په دې اړه تندې او له احساساتو ډکې ویناوې هم کړي دي.