د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۴

م.م: نړيوال دې د مخدره موادو په له مينځه وړلو کې مرسته وکړي

د ملګروملتونو سرمنشي وايي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د مخدرو موادو د له مینځه وړلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

د افغانستان د مخدرو موادو په اړه په ویانا کې د پنځوسو هېوادونو د استازو په ګډون په پرونۍ غونډه کې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په پرانیستونکې وینا کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان د مخدرو موادو ستونزه له دې موادو په کاراخیستو پورې محدوده نه ده بلکې ناوړه اغېزې یې تر دې زیاتې دي او زیان یې پخپله افغانانو ته هم رسېږي.

په دې غونډه کې د پاریس د توافق غړو هېوادونو په افغانستان کې د مخدروموادو د تولید او قاچاق د مخنیوي پر اقداماتو خبرې وکړي. په دې اقداماتو کې د مخدروموادو له لارې د ترلاسه شویو عوایدو، د هیرویینو د جوړولو لپاره د کیمیاوي موادو او د افغانانو له خوا د دې موادو د استعمال د مخنیوي لپاره په هېواد کې دننه د هڅو پر پیاوړي کولو خبرې وشوې خو د یادونې وړ ده چې د پاریس د توافق د ټولنې پرېکړې اجرايي صلاحیت نلري او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې اقدامات هم په تېرو کلونو کې چندان بریالي نه وو.

د ملګروملتونو د سرمنشي په وینا د هېوادونو ترمینځ د مخدروموادو قاچاق او تنظیم شوي جنایات د سیمې دولتونو ته سخت زیان اړوي او د قانون حاکمیت کمزوری کوي. بانکي مون وویل، افغان دولت باید له ټولو مخکې د مخدرو موادو مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.

د روسیې د بهرنیوچارووزیر سیرګي لاورف په خپله وینا کې وویل، سمدستي دنده باید دا وي چې په افغانستان کې د مخدروموادو د تولید بنسټ چې د کوکنارو کروندې دي، له مینځه ولاړ شي. د ده په وینا له دې پرته هراقدام به په خپله له ناروغۍ سره نه بلکې د هغې له علایمو سره مبارزه وي. د لاوروف د وړاندیز له مخې په افغانستان کې دېره نړیوال ځواکونه د کوکنارو د کروندو اړولو ته باید د خپلو فعالیتونو په سر کې ځای ورکړي.

د ویانا د غونډې په پرېکړه لیک کې ویل شوي دي چې د افغانستان د مخدروموادو ستونزه اوس هم د پراخې اندېښنې سرچینه ده.

د ملګروملتونو د 2011 کال د راپور له مخې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کر په سلو کې اوه او د تریاکو تولید په سلو کې یوشپېته زیات شوی دی او هغه پیسې چې افغانستان یې د تریاکو د صادرولو له درکه ترلاسه کوي له دوه میلیارده څلورسوه میلیونه ډالرو څخه، چې د هېواد د ملي ناخالص تولید په سلو کې پنځلس جوړوي ښایي زیاتې وي.

د افغانستان له مخدروموادو سره د مبارزې وزیر ضراراحمدمقبل عثماني غونډې ته وویل چې د نړیوالې ټولنې پر اندېښنو پوهېږي خو زیاته یې کړه چې د افغانستان د مخدروموادو په سلو کې ۹۵ د هېواد په نهو ناآرامو ولایتونو کې تولیدېږي. ده زیاته کړه، د اوس لپاره د مبارزې یوه لاره دا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان له ګاونډیو سره هغه لارې بندې کړي چې په هیرویینو د تریاکو د بدلولو لپاره لازم کیمیاوي مواد ترې واردېږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG