په نوي ډیلي او تبلیسي کې د اسراییلیانو پرضد له چاودنو وروسته اسراییل تهران تورن کړ، هندي سوداګرو له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې د نویو تړونونو له لاسلیکولو سره څه ناڅه مخالفت وکړ او د دې چاودنو سربیره په بنکاک کې یو ایرانی خپلو چاودیدونکو موادو ټپي کړ.
له دې چاودنو وروسته د هند او ایران تودې تجارتي اړیکي متاثره شوې دي.
پر ایران د لویدیځو هیوادو د بندیزونو سربیره هند تل هڅه کړې ده چې له تهران سره نژدې تجارتي اړیکي ولري، د هند د تجارتي ټولنې مشر وایي، په نوي ډيلي کې له وروستیو بمي چاودنو وروسته چې تهران پرې تورن شو، ډير څیړونکي له ایران سره د نورو تجارتي اړیکو مخالفت کوي.
د ټایلنډ په مرکز کې د نوي ډیلي تر چاودنې یوه ورځ وروسته چاودنه وشوه. له چاودنې وروسته یو ایرانی ونیول شو چې یوه پښه یې قطع شوې ده. پولیسو وویل چې دغه سړي چاودیدونکي مواد انتقالول چې وچاودیدل.
د تایلنډ یوه امنیتي چارواکي رویټرز اژانس ته وویل، کوم چاودیدونکي مواد چې په بنکاک کې چاودلي و هغسې مواد دي چې په نوي ډیلي کې ترې کار اخیستل شوی وو. د ګورجستان په مرکز تبلیسي کې هم یوه چاودنه د سې شنبې په ورځ شنډه شوه.
اسراییل د دوشنبې په ورځ ایران او د ایران ملاتړې وسله واله ډله حزب اله تورن کړل چې په نوي ډیلي او ګورجستان کې یې د اسراییل دیپلوماتان په نښه کړي دي. ایران په دې چاودنو کې لاس لرل رد کړې دي.
د هند د کورنیو چارو وزیر چیدام بارام د سې شنبې په ورځ په نوي ډيلي کې د دې چاودنو په اړه وویل:
« موږ فکر کوو چې دا چاودنې د څلور پنځو ثانیو تر منځ د هغو چادیدونکو موادو له امله وشوې چې د اسراییلي دیپلومات په موټر پورې نښلول شوې وو. نو دا ښکاره ده چې یوه سم روزل شوي کس دا چاودنه کړې ده. داسې دلیل هم شته چې باور وکړو چې هدف د اسراییلي دیپلومات میرمن وه، نو دلایل څرګندوي چې دا یوه ترورستي هڅه وه»
تر اوسه هند د متحد ایالاتو او اروپا په څیر پر ایران بندیزونه نه دې لګولي. لویدیځ غواړي چې د دې بندیزونو له لارې پر ایران فشار راولي څو له لانجمن اتومي پروګرامه لاس واخلي، خو په داسې حال کې تر اوسه نوي ډیلي د تیلو د ترلاسه کولو لپاره له تهران سره تجارتي اړیکي ټینګ ساتلي دي.
د هند د وریځو د ټولنې مشر د دوشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د هند په مرکز کې د یوه اسراییلي دیپلومات پر میرمنې برید به له ایران سره پر تجارتي اړیکو ناوړه اغیز وکړي او د وریځو له درکه به د یوسل او پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت د پیسو د ورکړې ستونزه نوره هم ستونزمنه کړي.
ویجې سیتا رویټرز اژانس ته زیاته کړه، یو شمیر سوداګر د وریځو د خرڅلاو له لارې د پیسو د ترلاسه کولو ستونزه په ایران کې لري او اوس به د چاودنې مساله فضا نوره هم خړه پړه کړي.
د نوموړي په وینا البته هیڅوک نه غواړي چې پیسې بایلي یا یې پیسې چیرته د کومې مسالې له امله بندې پاتې شي.
د هند د سوداګرۍ وزارت غواړي چې په راتلونکو یو دو اونیو کې ایران ته یو لوی تجارتي هیات واستوي څو دا مساله وڅیړي چې څرنګه د دواړو هیوادو ترمنځ تجارتي اړیکي پراخیدای شي. خو په دې اړه د رویټرز اژانس په وینا د هند د سوداګرۍ وزارت توضیحات نه دې ورکړې.