د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۵

″د سرپل ولایت د ستونزې حل ته دې جدي پاملرنه وشي″

د مشرانوجرګې غړي د سې شنبې په ورځ له ډیرو بحثونو نه وروسته له جمهوري ریاست څخه وغوښتل چې د سرپل ولایت د ستونزې حل ته دې جدي پاملرنه او اقدام وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار دغه ولایت ته د استول شوي پلاوي د رپورټ له اوریدو وروسته هیله وښوده چې حکومت به په سرپل کې د روانې وضعې د لا خرابیدو د مخینوي لپاره چټک عمل وکړي.

ښاغلي ایزدیار وویل، مشرانو جرګه به سرپل ته د دې جرګې د ورغلي پلاوي وړاندیزونه یو ځل بیا له جمهوري ریاست سره شریکوي:

″"موږ ستاسو وړاندیزونه په لیکلي او شفاهي ډول جمهوري ریاست او د چارو ادارې ته رسوو.

هیله لرو، چې په سرپل کې بحرانې وضعې ته په پام او دې ولایت ته د تللو پلاوو د راپورونو پراساس یوه ښه او لازمه پریکړه وکړي ترڅو هلته ستونزې حل شي."

د مشرانوجرګې اداري پلاوي وروسته له هغې دا مساله مطرح کړه چې سرپل ولایت ته د دې جرګې ورغلي پلاوي هلته وضع جدي وبلله.

د مشرانو جرګې سناتور او سرپل ولایت ته د ورغلي پلاوي مشر رفیع الله حیدري خبرداری ورکړ؛ که چیرې د چهارشنبې تر ورځې د سرپل د والي او د دې ولایت د خلکو ترمنځ موجوده ستونزې هوارې نه شي نو سرپل به یوځل بیا د خونړیو مظاهرو شاهد وي:

″زموږ غوښتنه دا ده، چې مرکزي دولت باید تر سبا پورې یو قاطع تصمیم ونیسي. موږ دا نه وايي، چې والي سل په سلو کې ملامت دی او یا اولس سل په سلو کې ملامت دی.

هغه وعده مو چې د سرپل ولایت له اوسېدونکي کړې سبا یې وروستۍ یانې څلورمه ورځ ده. که تصمیم ونه نیول شي، هغوی بیا په مظاهرو لاس پورې کوي، لارې بندوي او د حکومت د ادارو ودانیو ته به یې ضرر ورسیږي.″

ښاغلی حیدري زیاته کړه، چې په سرپل ولایت کې د کومې زړه بوګنوونکې پیښې د کیدو په صورت کې به ولسمشرکرزی او د هغه دواړه مرستیالان مسوول وي.

د سرپل د والی پرضد د وروستیو مظاهرو د څیړلو لپاره په د جمهوري ریاست او ولسې جرګې پلاوي هم دې ولایت ته استول شوي،د ولسې جرګې رییس هم د تیرې شنبې په ورځ له حکومت څخه وغوښتل چې په سرپل ولایت کې موجوده ستونزې حل کړي.

په سرپل ولایت کې مظاهره کوونکود دې ولایت والي سید انور رحمتي بی کفایته بللی او د هغه د لرې کیدو غوښتنه یې کړې،د والي پرضد په دې مظاهرو کې څوتنه مړه او ټپیان هم شول.

خود سرپل والي سید انور رحمتي د ده پرضد دا تورونه یو مخ رد کړي او هغه یې بی اساسه بللي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG