د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۹

پاکستان په موټرو کې د CNG د استعمال مخکښ هېواد دی

څو کاله وړاندې راجا حسن اختر نوښت وکړ او خپل ټکسي موټر یې طبیعي غاز ته واړاوه. هغه مهال اختر د چاپریال ساتنې په غم کې نه و، بلکې پریکړه یې د پیسو د سپما او د خپل کار وبار د ښه کیدو په مقصد کړې وه.

پرس شوی طبیعي غار ارزانه دی او د اختر سوزوکي ټکسي موټر هر وخت کولای شي، چې بیرته پطرلو ته واړول شي.

دا مهال د تیلو په ټانکونو یا پمپ سټیشونو کې سترې ستونزې راپورته شوي او راجا حسن اختر د اسلام آباد د تیلو په یوه پمپ کې دوه ساعته انتظار باسي، چې په موټر کې د طبیعی غاز د اچولو نوبت ور ورسیږي.

د اخترد سوزوکې ټکسي موټر ټانکۍ په شاوخوا پنځوسو امریکایي ډالرو ډکیږي او په ورځ کی دوه ځلې ټانکۍ ډکوي.

دی د تیلو په نسبت په طبیعي غاز باندې دوه برابره فاصله وهي، خو په سټيشنونو کې په انتظار ایستلو خوښ نه دی.

“نن زه هیڅ سپما نشم کولای. دا که زه پطرول واچوم اوکه طبیعي غاز، ډېره ګرانه ده، چې د خپلې کورنۍ لپاره خواړه برابرکړم. د روان کال له پیل راهیسي د پرس شوي طبیعي غاز پیرل ډېر ګران شوي او دا ځکه چې د تیلو په پمپ سټیشنونو کې لازم او کافي فشار نشته. که لږ غاز هم اخلو باید چې زیات انتظار وکړو. پطرول ډېر زیات ګران دي.”

طبیعی غاز د تېلو په نسبت ارزانه دی او اختر ته زیاته ګټه رسوي، خو د انتظار او ستونزو له وجې یې زړه نه دی خوښ.

دا چې په موټرو کې د پرس شوي طبیعي غاز د لګولو بازار ګرم دی، غیر مسلکي مستریان هم په موټرو کې د غاز سیسټم لګوي چې په زیاتو مواردو کې حفاظتي مقررات په کې نه مراعات کیږي.

د غیر منظمو سټیشنونو خلاصولو د چاپریال ساتنې اندیښنې زیاتې کړي او ادارې فسار ته یې لار هواره کړې ده.

د پاکستان د تیلو او غاز د تنظیم د حکومتي ادارې ريیس منصور مظفر علي وایي، د طبیعي غاز بري ستونزې هم رامنځ ته کړي دي:

“پرس شوی طبیعي غاز په پاکستان کې د سونګ تر ټولو پاک مواد دي. موږ دا مهال د طبیعي غاز له کمښت سره مخامخ یو او دې مسالې په ټرانسپورټي سکتور اغیز کړی دی.

همدا دلیل دی چې تاسي د طبیعي غاز په سټیشنونو کې د موټرو اوږدې لیکې وینی. موږ په غاز لرونکو موټرو کې د سپرلیو د حفاظت او امن ساتلو له مسالې سره هم مخامخ یو. په تېر ډسمبر میاشت کې د پرس شوي طبیعي غاز د چاودنو په پیښو کې زیات شمېر کسان وژل شوي وو.”

په پاکستان کې په ۱۹۹۰ لسېزې کې د حکومت له خوا د طبیعي غاز استعمال رواج شو او مقصد یې د ټرانسپورټ ارزانه کول وو. په بسونو کې د غاز په استعمال سره چاپریال هم پاک ساتل کیږي.

نن سبا په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه موټر په پرس شوي طبیعي غاز چلیږي او دا هیواد په موټرو کې د طبیعي غاز د استعمال په برخې کې په نړۍ کې مخکښ هیواد دی.

په دې کار سره په تیلو باندې د پاکستان تکیه کمیږي او زیاتې پیسې هم سپموي. په دي سربېره په پاکستان کی د طبیعي غاز ۳۰۰۰ سټیشنونه جوړ شوي او زیاتو خلکو ته د کار کولو امکان هم پیدا شوی دی.

خو دا بری له خطر سره هم ملګری دی. په شخصي موټرو کې په غیر فني ډول د غاز د سیسټم په لګولو سره په موټرو کې چاودنې کیږي او یو شمېر کسان یي قربانې کیږي.

دا هم ګرانه چې په پاکستان کې د طبیعي غاز د چاودنو په اړه دقیق او کره ارقام تر لاسه شي خو یوازې په تېر ډسمبرمیاشت کې خبري رسنیو په موټرو کې د طبیعي غاز په چاودنو کې د ۲۴ کسانو د مړینې او ۲۷ ټپیانو راپورنه خپاره کړل.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG