د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۵

ولسي جرګه ١٦ وزیران استیضاح او استجوابوي

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي.
د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي.
ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام کې د حکومت د کابینې دوه تنه وزیران استیضاح کوي او څوارلس نور وزیران او سرپرست وزیران یو د بل پسې استجواب کوي.

د دې جرګې غړي وایي، چې د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله محمدي په کاپیسا ولایت کې د وروستي ملکي تلفاتو اوله اړتیا پرته د محلي پولیسو د رامنځ ته کولو او د مالیې وزیر ډاکټرعمر زاخیلوال د ۱۳۸۹ لمریز کال په بودجه کې د قانون خلاف د لاس وهنې له امله استیضاح کوي.

دغه راز دوی څرګندوي، چې د کابینې څوارلس تنو وزیرانو او سرپرستو وزیرانو په ۱۳۸۹ لمریز کال کې کمه پراختیایي بودجه لګولې او باید چې په دې اړه ځواب و وایي.

د ولسي جرګې لومړي منشي، عبدالستار خواصي د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د حوت یا کب د میاشتې ترشپږمې نیټې پورې به د دوی کاري اجنډا له استیضاح او استجواب کیدونکو وزیرانو او سرپرستو وزیرانو سره حساب کتاب وي:

"د دلوې د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه به د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي استیضاح شي.

د استجواب مساله د پراختیایي بودجې د کم لګولو په اړه ده، چې باید وزیران او سرست وزیران یې په اړه ځواب ووایي، د حوت تر شپږمې نیتې اجنډا همدا ده اوباید چې وکیل صاحبان حاضر وي."

د ولسي جرګې غړي وایي، چې د کلیو د پراختیا، حج او اوقافو، سرحدونو او قبایلو، اطلاعاتو او فرهنګ، د مخدرو موادو پرضد د مبارزې، د بهرنیو چارو، اقتصاد، سوداګرۍ اوصنایعو، عدلیې، کډوالو او کرنې اومالدارۍ وزیران او دغه راز د لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ او د ترانسپورټ اوهوایي چلند سرپرست وزیران په ۱۳۸۹ لمریز کال کې له څلویښتو فیصدو څخه کمه پراختیایي بودجه لګولې ده.

د دوی په خبره د کابینې له دې غړو سره باید د خلکو له غوښتنو سره سم محاسبه وشي، چې ولې نه دي توانیدلي پراختیایي بودجه ولګوي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی هم ورته نظر لري او وایي، که چیرې دا وزیران او سرپرست وزیران ونه توانیږي د دوی قناعت ترلاسه کړي نو ورسره به قانوني اقدام وشي؛ چې هغه استیضاح او د عدم اعتماد رایه ورکول دي:

″که چېرته دوی ولسي جرګې ته قناعت بخښونکی ځواب وکړي، دوی له استیضاح خلاص دي، که چېرته وکیلان قناعت بخښونکی ځواب ورنه شي کړای، دوی به استیضاح کیږي.

ګمان نه کوم چې ټول وزیران قناعت بخښونکی ځوابونه وویل شي، دوی باید استیضاح شي.″

د ولسي جرګې غړو په داسې مهال دوه تنه وزیران استیضاح کوي او څوارلس نور وزیران او سرپرست وزیران استجواب کوي، چې لاهم اوه وزارتونه د سرپرستانو له خوا پرمخ وړل کیږي.

ولسمشرکرزي څه موده مخکې ژمنه وکړه، چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي له بشپړیدو سره سم به سرپرست وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي کړي، خو د دوی له معرفي کولو وړاندې د ولسي جرګې غړو دې ته لومړیتوب ورکړ، چې باید د کابینې له یوشمېر وزیرانو سره، چې بې پروایي یې کړي د دوی په خبره د تیرکال حسابونه تصفیه کړي.

راپور: نسیم شفق
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG