په ټولنه کې د طالبانو د بېرته جذبولو پروګرام، چې په اړه یې ډیرې خبرې کیږي، په عمل کې سم نه پلی کیږي.
بریتانوي سنډې ټیلیګراف خپرونه لیکي، له دغه پروګرام سره چې بریتانیا د اوو میلیون پونډو مرسته کړې، په تیرو اتلسو میاشتو کې یواځې په هلمند ولایت کې نولس طالبان یوځای شوي او له امتیازاتو یې ګټه اخیستې، په داسې حال کې چې په دې موده کې له دولت سره د سلګونو وسله والو مخالفانو د یوځای کیدو خبر ورکړل شوی.
چارواکو سنډي ټیلیګراف ته ویلي، شاوخوا دوه سوه وسله وال چې په دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې له دولت سره یوځای شوي و، له څیړنو وروسته معلومه شوه چې دوی د وسله والو په نوم له دغه پروګرام سره په دې خاطر یوځای شوي و؛ چې له مادي امتیازاتو یې ګټه واخلي.
د خپرونې په وینا د دغو غولونکو د افشاکیدو خبرد هغو کسانو لپاره چې پردغه پروګرام انتقاد کوي، ډیر حیرانونکی ځکه نه دی چې دوی له هماغه پیله دې پروګرام ته د شک په سترګه کتل او په دې یې ټینګار کاوه؛ چې د لویدیځ د مالیې ورکونکو له پیسو څخه به جنایت کاران، بې وزګاره کسان او فاسد چارواکي ګټه پورته کړي او اصلي وسله وال به د جګړو له میدانه ونه وځي او یا هم ښایي ځیني یې په موقت ډول له دولت سره یوځای شي.
د ناټو یو محرم رپوټ هم چې تیره میاشت رسنیو ترلاسه کړی و، په ټولنه کې د وسله والو د بیرته جذبولو د پروګرام د اغیزمنتوب په اړه شکونه زیاتوي.
د غه راپورله هغه څه سره بشپړپه تضاد کې دی چې ویل کیدل، وسله وال طالبان نورله جګړو ستړي شوي، مادي امتیازونوپرې اغیزکړی او غواړي چې له جګړو لاس واخلي.
د ناټو د دغه پټ راپور له مخې چې د زرګونو طالب او نورو وسله والو بندیانو د تحقیقاتو په نتیجه کې ترتیب شوی، برعکس اکثرو ویلي چې دوی تراوسه د انګیزې له مخې جنګیږي، ملاتړورڅخه مخ په زیاتیدو دی او داسې احساس کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره بریالي کیږي.
افغان او د ناټو چارواکي وایي، په هلمند کې د امنیتي وضعیت له ښه کیدو سره سره اکثره وسله وال طالبان له خپلو قومندانانو بیریږي او نه غواړي چې په ښکاره د روغې جوړې له پروګرام سره یوځای شي.
په هلمند کې چې د بریتانوی عسکرو ډیری یې دیره دي، دغو ځواکونو ته د ۳۹۷ تلفاتو زیاته برخه هم په همدی ولایت کې اوښتې.
سنډی ټیلیګراف لیکي، د دغه پروګرام له مخې چې دوه کاله مخکې د لندن په کنفرانس کې پرې موافقه وشوه او د تطبیق لپاره یې مرسته کونکو د ۹۲ میلیون پونډو مرستې ژمنې وکړې په تیرو اتلسو میاشتو کې شاوخوا درې زره وسله وال له دولت سره یوځای شوي خو د دغوه وسله والو اکثریت یې په جنوبي او ختیځو ولایتونو پورې چې وسله وال فعالیتونه پکې زیات دی نه بلکه په نسبتا ارامو شمالي ولایتونو پورې تړلي دي.
د ناټو چارواکو ویلي، دا چې په هلمند کې په تیرو اتلسو میاشتو کې یواځې نولس وسله والو طالبانو د ملي پخلاینې او په ټولنه کې د بیرته جذبولو له پرګروام څخه په ګټې اخیستو بیرته عادي ژوند ته مخه کړې، ښایي دا د هغو وسله والو حقیقي شمیر نه وي چې په دې موده کې یې له جنګ جګړو لاس اخیسی بلکه ډیرو وسله والو خپله وسله په مځکه ایښې اوبیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د دوی په وینا د دغې ادعا ښکاره ثبوت هم په هغو لیرې پرتو ولسوالیو کې د سولې اوامن ټینګښت دی چې پخوا ډیرې نا ارامې وې.
بریتانوي جنرال ډیوید هوک چې د ناټو له خوا په افغانستان کې د سولې او د بیرته جذبولو د پروګرام مسول دی، سنډی ټیلیګراف ته ویلي چې دا دهغو وسله والو چې له شخړو یې اخیستی یوه ناڅیزه برخه ده.
هغه وویل، دوی په ښکاره موږ ته له راتګ څخه ځکه ډډه کوي چې له دې بیریږي چې نورطالبان به یې ژوند ته ګواښ پیښ کړي.
جنرال هوک داومنله چې په دغه پروګرام کې په لومړي سرکې چې په تطبیق کې یې له بیړې کاراخیستل کیده، ستونزې موجودې وې او ناوړه استفادې ورڅخه شوي خو اوس دوی د هغو وسله والو لپاره چې غواړي له مخالفته لاس واخلي او بیرته عادي ژوند ته ستانه شي، د کنټرول یوسخت میکانیزم رامنځ ته کړی په دې مانا چې د سولې او بیرته جذبیدو له پروګرام سره یوځای کیدونکي وسله وال باید په خپلو سیمو کې د هغوی د ملګرویا خپل خپلوانو له خوا وپیژندل شي ترڅود دغه پروګرام له امتیازاتو ګټه واخلي.
د سولې او په ټولنه کې د بیرته جذبولو د پرګرام هدف دادی چې هروسله وال ته چې له شخړو لاس اخلي، له مالي مرستې اود کاراو کسب د زده کړې سربیره باید ورته کارپیدا شي.