د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۷

″د ټوکیو نړېوالې غونډې لپاره تیارۍ روانې دي″

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اقتصادې ستونزو د را ولاړیدو په اړه اندیښنې موجودې دي، د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي، چې د ټوکیو په راتلونکې غونډه کې زیاتې مالي مرستې ترلاسه کړي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زی د یکشنبی په ورځ په خپله اونیزه غونډه کې خبریالانو ته وویل، اوسمهال دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په جاپان کې دي او د توکیو د کنفرانس د تیاري لپاره له جاپاني چارواکو سره مقدماتي غوڼدی لري.

نوموړی وایي، نړیوالې ټولنې د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته د لسوکلونو پورې د خپلو مالي مرستو ژمنه کړې، چې د توکیو په جوړیدونکی کنفرانس کې به یی تازه کړي.

ښاغلی موسی زی وایي، افغانستان هیله لري، چې نړیواله ټولنه د دې پرځای، چې په توکیو کې له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ اعلانوي، باید اندازه یې هم معلومه کړي.

″د افغانستان په اړه د بن په نړیوال کنفرانس کې نړیوالې ټولنې، له افغان دولت او خلکو سره یوه ډېره لویه روښانه سیاسي ژمنه وکړه، چې موږ تر دوه زره پنځه ویشتم میلادی کال پورې یعنې د امنیتي مسولیتونو د انتقال له پروسې وروسته لس کاله خپلې مالي مرستې له افغان دولت سره کوو، څو افغانستان خود کفا شي.

موږ هیله مند یو، چې د توکیو کنفرانس داسې فرصت وي، څو له افغانستان سره مرسته کوونکي هیوادونه، دا سیاسي ژمنه، په پولي ارقامو سره واضح کړي.″

د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وایي، چې د توکیو د کنفرانس د اجنډا بله مهمه موضوع به له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دلګولو د ظرفیت لوړ والی وي.

د ښاغلي موسی زي په وینا دوی به په دې کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغواړي، چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته خپلې مرستې، د افغان دولت د بودیجې له لارې په هغو برخو کې ولګوي چې لومړیتوب لري.

بل خوا د اقتصادی چارو کتونکي دا کنفرانس مهم بولي او افغان دولت ته سپارښتنه کوي، چې دغه کنفرانس ته له ښې اجنډا سره لاړ شې، څو نړیواله ټولنه د زیاتې مرستې لپاره قانع شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد دپوهنځی استاد مسعود وایي.

″زه فکر کوم، چې د افغانستان په هکله د توکیو کنفرانس ډیر مهم دی، زما په اند افغان دولت باید په دې کنفرانس کې ښه بازیګر واوسي او هغه برخې، چې پانګونه ورته ضرورت لري، هم واضع شي، څو وکولای شو، ښه پانګونه هلته وکړو، موږ باید لدینه ډیره ګټه پورته کړو.″

ټاکل شوي، چې د افغانستان په اړه د توکیو نړیوال کنفرانس د روان میلادی کال په جولای میاشت کې په جاپان کې جوړ شي.

په دې کانفرانس کې به د هغو هیوادونو استازي هم برخه واخلي، چې د بن په نړیوال کانفرانس کې یې له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه کړې.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG