د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۷

ويسا:که څوک کوکنار کري، وبه نيول شي

له ښۍ خوا: جنرال عبدالرازق او توريالى ويسا
له ښۍ خوا: جنرال عبدالرازق او توريالى ويسا
د کندهار چارواکي وایي چې پولیسو ته يې امر کړی ترڅو هغه کسان ونیسی چې په خپلو مځکو کي ترياک کري .

د کندهار والي، د امنيې قومندان او په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال نن په یوه غونډه وویل چې د تاریاکو کروندګر، نېښ وهونکي او نور کاروباريان به ونیسي او سخت مجازات به یې کړي.

کندهار والي داکټر توریالي ویسا وویل، سره له دې چې دوی مخکې له مخکې څو ځلې کروندګرو ته خبر ورکړی چې کوکنار ونه کري، خو په ځینو ولسوالیو کې بیا هم یو شمیر کروندګرو له دغه امر څخه سرغړونه کړې او له کښته یې لاس نه دی اخيستی:

”ټول هغه کسان چې د کوکنارو په کښت، کاروبار او تجارت کې ونډه لري، له قانون سره سم به د کوکنارو پر هر جريب ورته د ٣ مياشتې بند سزا ورکول کېږي او سږ کال به د هدف ساحې څخه دباندې هم زموږ امنيتي ځواکونه د کوکنارو کښتونه مات کړي”

د کندهار د امنيې قومندان جنرال عبدالرازق وویل چې د دوی د حاکمیت ساحه پراخه شوې او له میانشین او غورک پرته نورې ټولې ولسوالۍ د دولت تر واک لاندې دي.

قومندان وویل چې ملي پولیس او د ملي اردو سرتیري په ګډه د کوکنارو کښت کوونکي او کار و باریان نیسي او د څاګانو پر سر پراته جنراتورونه او ماشینونه به یې ضبط کړي:

”دا يو نوى قانون جوړ شو، موږ به هغو کسانو ته چې د کوکنارو د نېش وهلو او کاروبار لپاره له نورو سيمو افغانستان او کندهار ته راځي سزا ورکول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي”
چارواکی په داسې حال کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره پر جدي مبارزې ټينګار کوي چې دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا يو مليون کسان په نشه يي توکو روږدي دي چې له دغې جملې څخه یې شاوخوا یولک په کندهار کې دي.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست چارواکی وایي چې دوی د یو ملیون کسانو يوازې د يو لک کسانو د درملنې توان لري.

محمدصادق رښتینی/ کندهار
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG