د سوریې دولتي ټلویزیون وایي، په شمالي ښار ″الیپو″ کې د جمعې په ورځ په دوو موټربم چاودنو کې ۲۸ کسان مړه او له دوه سویو زیات ټپیان شوي دي.
دولتي ټلویزیون د چاودنې پړه د دوی په وینا، پر وسله والو تروریستې ډلو اچولې ده. د آزادې سوریې پوځ وایي، چاودنه د بشار الاسد رژیم د یاغیانو د بدنامه کولو په مقصد کړې ده.
په الیپو ښار کې د جمعې په ورځ دا حمله په داسې حال کې وشوه، چې د سوریې امنیتي ځواکونو د حمص ښار پر لور خپلې حملې سختې کړې. د حکومت مخالف فعالان وایي، په دې ښار کې تېره اوونۍ په سلونو کسان وژل شوي دي.
د مخالفانو د ټکولو له وجې د بشار الاسد رژیم د نړیوالې ټولنې له خوا تجرید شوی، خو روسیې او چین د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې د هغه پریکړه لیک مسوده ویتو کړه، چې د شخړو د بندولو لپاره یې د بشار الاسد په حکومت فشار اچوه.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال ″سرګې ریابکوف″ وایي، بشار الاسد ورته ډاډ ورکړی، چې د اساسي قانون پر اساس به ټولپوښتنه وکړي.
د ریابکوف په وینا، دا په دې معنی ده، چې د شخړو بندولو بشپړ مسوولیت دا مهال مخالفانو ته متوجه شوی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت معین زیاته کړه، روسیه به د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې هر هغه پریکړه لیک رد کړي، چې په سوریې کې بهرنۍ پوځي مداخلې ته لار هواره کړي.
لویدیځ مشران د بشارالاسد د ډاډ ورکولو په اړه شک لري.
د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې ″کاټرین آشټن″ په روسیې غږ وکړ، چې په خپل دریځ دې له سره غور وکړي:
“زما پیغام روسیې ملګرو ته دا دی، چې دوی باید د حالاتو واقعیتونه درک کړي او موږ باید د پېښو رامنځته کېدل ساده ونه ګڼو.
امنیت شوری هغه ځاي دی، چې دا ډول مسالې باید په کې تعقیب شي او زه هیله منده یم، چې په راتلونکو څو ورځو کې به نړیواله ټولنه په دې اړه متحده شي.”
د سعودي عربستان پاچا عبدالله د جمعې په ورځ د دولتي ټلویزیون له لارې وینا کې وویل:
“موږ په بیروونکو ورځو کې یو او په خواشنیۍ سره، زما په فکر، هغه څه چې په ملګرو ملتونو کې واقع شول، ښه کار نه و،”
ملګري ملتونه وایي، د سوریې په شخړو کې له شپږزرو زیات کسان وژل شوي دي.