د پاکستان په بلنه د افغانستان، ایران او د کوربه هېواد ولسمشران په داسې حال کې په اسلام اباد کې سره غونډه کوي چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره هڅې تیزې کړې دي.
دغه راز د ایران او امریکا تر منځ پر تهران د اسرایلو د احتمالي حملې له امله هم روانه شخړه لا نوره بحراني شوې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند عبد الباسط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د درې واړو هیوادونو جمهور رییسان به د روانې فبرورۍ میاشت په ۱۶ او اولسمه نیټه په خپلو کې کښېني.
نوموړي وویل، دا درې اړخیزه سرمشریزه مهمه ده او ولسمشران به په خپلو کې د سیمې د اساسي مسالو لکه د تروریزم ضد مبارزې او د انسانانو د قاچاق په شمول د منظمو جرمونو د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.
عبد الباسط د پاکستان پر خاوره د ناټو د اکمالاتو د لارو د بیا پرانستل کیدو په اړه وویل، چې په دې باب لا د پارلمان د امنیتي کمیسون له خوا پریکړه نه ده شوې:
″د پارلمان له خوا په دې اړه خبرې روانې دي هر کله چې پارلمان په دې اړه خپله تګلاره وټاکي نو هغه مهال به بیا په دې اړه څه وویلی شو.″
د فرانسې خبري اژانس وايي، د امریکا له سخت مخالفت سره سره پاکستان بیا هم ټینګار کوي، چې له ایران څخه د تیلو د واردولو د پایلپ لاین پر پروژه چې میلاردونه ډالره لګښت لري، کار ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران باندې د متحده ایالاتو د بندیزونو په اړه وویل، اسلام اباد په سیمه کې د یوې بلې شخړې د رامنځته کیدو مخالفت کوي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو غوښتونکی دی.