په داسې حال کې چې د سوریې په حمص ښار کې د دولتي ځواکونو پراخ پوځي عملیات روان دي، د حکومت مخالف فعالان وايي چې پرون هلته لسګونه کسان وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، دولتي ځواکونو پرون سهار وختي پر حمص ښار، چې شاوخوا یو ملیون وګړي لري د توغندیو او هاوانونو ډزې وکړې.
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کاټرين اشټون پرون په مکسيکو کې د سوريې پروضعيت په خبرو کې وويل چې د سوريې خلکو ته بايد داسې زمينه برابره شي، چې د خپلې خوښې راتلونکى وټاکي:
”زموږ ټولو ګټې سره ورته دي، د وژنو مخنيوى او په سوريه کې رهبري دېته هڅول چې په جدي ډول خپل مسووليتونه ومني او د بدلون لپاره اړتياوې تشخيص کړي. دغه بدلونونه بايد هراړخيز وي څو د سوريې ټولنه پر داسې لارو برابره کړي چې خلک له خپلې خوښې سره سم راتلونکى ولري“
نژدې یوکال مخکې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پرضد د پاڅون له پیل راهیسې حمص ښار د مقاومت اصلي مرکز دی. فعالان وايي چې د فبرورۍ پر څلورمه پر حمص ښار د دولتي ځواکونو له یرغل وروسته تراوسه پورې لږترلږه څلورسوه کسان وژل شوي دي.
د تلفاتو ورکړل شوې شمېرې نشي ځکه تاییدېدلای چې حکومت سوریې ته د بهرنیو خبریالانو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې ناوې پېلي د چارشنبې په ورځ په سوریه کې د ملکي وګړو د وژنې د مخنیوي لپاره د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې لیبیا پرون د سوریې ډيپلوماتو ته په څلورویشت ساعتونو کې دننه له دې هېواده د وتلو امر وکړ.
د لیبیا ملي انتقالي شورا په تېره اکتوبر میاشت کې د بشارالاسد د رژیم مخالفین د سوریې د مشروع واکمنو په توګه په رسمیت وپېژندل.
په لیبیا کې مېشت د سوریې وګړي د اسد د رژیم پرضد په منظم ډول په مظاهرو لاس پورې کوي او په دې بهير کې یې تېره اوونۍ د روسیې او چین د سفارتخانو مخې ته اعتراضیه مظاهرې وکړې.
مسکو او پېکېنګ د شنبې په ورځ د ملګروملتونو په امنیت شورا کې هغه پرېکړه لیک ویټو کړ چې په کې د اسد د رژیم له خوا د مخالفینو ځپل غندل شوي وو.