افغان ولسمشر حامدکرزي پرون په یوه خبرپاڼه کې د کاپیساولایت په نجراب ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو بمباري په کلکه وغندله.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې د سیمه ایزو چارواکو په حواله ویل شوي چې د چارشنبې ورځې په بمبارۍ کې اوه ماشومان او یو شل کلن ځوان چې دماغي ناروغي یې درلوده وژل شوي دي. افغان چارواکي وايي چې د دې ماشومانو عمرونه د اوو او پنځلسو کلونو ترمینځ وو. خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي کرزي په دې اړه د تحقیقاتو لپاره سیمې ته د یوه هیات د استولو امر هم کړی.
فرانسپرس خبري آژانس د ناټو د یوه ویاند له قوله لیکي چې وايي، دی دا پېښه نشي تاییدولای خو دا مني چې په دې اړه د څېړنې لپاره یو ګډ هیات سیمې ته استول شوی دی.
د کاپیسا د امنيې قوماندان عبدالحمیداېرګن آزادۍ راډیو ته وویل چې د ناټو ځواکونو سه شنبې، نیمه شپه د نجراب ولسوالۍ په ګیاوه نومي کلي کې پر یوه کور چاپه واچوله او په سهار یې په همدې کلي کې پر یوه کور بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې اوه ماشومان او یو ځوان سړی ووژل شول.
اېرګن وايي، یو فرانسوی قوماندان چې ځواکونه یې په دې سیمه کې دېره دي ادعا کوي چې بمباري د وسله والو طالبانو پر مرستندویانو شوې ده، خو ایرګن زیاتوي چې د پېښې د ځای له کتلو وروسته دوی ولیدل چې هلته طالبان نه وو.
دا امنیتي مقام وايي چې دوی د سیمې ویډیويي تصاویر واخیستل او د فرانسوي ځواکونو قوماندان ته یې وروښودل. عبدالحمیدایرګن وايي چې د دې سیمې اوسیدونکي ټول د طالبانو پرضد دي.
د ملګروملتونو یو راپور وايي، څومره ملکي وګړي چې په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې وژل شوي مخکې کله هم نه وو وژل شوي. د دې راپور له مخې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په جګړو کې ټول ۳۰۲۱ ملکي وګړي وژل شوي. ملګري ملتونه وايي، د دې شمېرې په سلو کې اوه اویا طالبانو او په سلو کې څوارلس ناټو وژلي دي.
فرانسه په افغانستان کې شاوخوا درې زره شپږسوه پوځيان لري چې ډېره برخه یې له کاپیسا نیولې د کابل تر سروبي ولسوالۍ پورې د آیسف په چوکاټ کې د امنیت ټینګولو په چاره بوخت دي.