په افغانستان کې د بې ځایه شوېو خلکو په شمېر کې د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د رپورټ په تعقیب د دغه سازمان د کډوالو اداره وایې، چې غواړي له افغان حکومت سره بې ځایه شویو خلکو ته د سرپناه په جوړولو کې همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د دغه رپورټ له مخې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له یو لک او پنځه اتیاو زرو زیات کسان د جګړو او نا امنیو له کبله بې ځایه شوي دي، چې دا له وړم کال څخه پنځه څلویښت سلنه زیاتوالې ښیي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې ویاند نادر فرهاد د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا د افغان حکومت دنده ده چې دغو بیځایه شویو کډوالو ته سرپناه جوړه کړي:
(زموږ غوښتنه تل له افغان حکومت نه دا ده چې هغو بیځایه شوېو کډوالو ته چې له اوږدې مودې راهیسې د کډوالی ژوند کوي او یوې نمرې ځمکې ته اړتیا لري که هغوي ته یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شي ډیر ښه کار دی، چې وروسته له هغې د کډوالو څانګې اداره کولای شي له دغو کډوالو سره د سرپناه او یا هم یو شمېر نورو برخو کې مرسته وکړي.)
ښاغلی فرهاد وایي، چې که افغان حکومت دغو بیځایه شوېو کډوالو ته سر پناه جوړه کړي نو دوې به هم د ژوند د نورو اړتیاوو په برخه کې له دغو کډوالو سره مرسته وکړي.
بل خوا بیا د کډوالو چارو وزارت وایي، چې غواړي دغو بیځایه شوېو کډوالو ته په خپلو اصلي سیمو کې یوه یوه نمره ځمکه ورکړي.
د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جرات د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کار د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې کیږي:
(هغه بیځایه شوي کډوالو ته د هغوي د اوسیدو په اصلي ځای کې د ولسمشر د ۱۰۴ فرمان له مخې یوه یوه نمره ځمکه ورکول کیږي، چې دا پروسه د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې پلي کوو، چې د هغوي له پیژندګلوی نه وروسته دغه نمرې ورکول کیږي، په دې برخه کې هم د کډوالو چارو وزارت هیڅ ستونزه نه لري).
دغه کډوال چې د هیواد له یو شمیر لیرې پرتو سیمو نه د امنیت د نه شتون له امله او یا هم له ایران او پاکستان نه راغلي د کابل ښار په هره ګوښه کې لیدل کیږي.
زه او زما همکار د یکشنبه په ورځ لاړو د کابل ښار د حضوري چمن ته څیرمه له یو شمیر کډوالو سره مو خبرې وکړې، دوی چې د ډیرې سړې هوا له امله یې لاسونه او پښې شنه اوښتي او خبرې نه شوې کولای له مونږ سره د خپل زړه حال داسې شریک کړ.
د دغو کډوالو ماشومانو هم غوښتل چې د نورو ماشومانو په څیر توده کوټه کې کیني ښه خواړه وخوري او د ژوند له ټولو ارزښتونو برخمن وي، خو د ژوند د یو شمیر نیمګړتیاوو له امله یې دغه هیلې نشوې پوره کیدای.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هیواد کې څلور شپیته زره بیځایه شوي کډوال دي چې له هغو نه یې دوه زره د کابل په ۱۶ ناحیو کې د کډوالی شپې او ورځې سبا کوي.