د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

ناټو: هيله ده د ٢٠١٣م کال تر نيمايي افغانان د عملياتو مشري واخلي

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن
د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې هیله وښوده چې افغان ځواکونه به په راتلونکي ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي.

خو دفاع وزیرانو په عین حال کې پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې د ناټو په پلان کې بدلون نه دی راغلی او د امنیتي چارو مسوولیتونه به هسې چې مخکې توافق شوی و، د ۲۰۱۴ کال په پای کې افغانانو ته وسپارل شي او ترهغه وخته به نړیوال ځواکونه په پوځي عملیاتو کې ګډون کوي.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن له غونډې وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

“د دې لپاره چې د انتقال بهیر په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي نو طبعاً افغانانو ته د مسوولیتونو او مشرتابه سپارل باید څه وخت مخکې پیل کړو، خو دا چې دقیقاً څه وخت، په دې لا موږ نه پوهېږو”

د ناټو عمومي منشي یوځل بیا ټینګار وکړ چې د انتقال د بهیر پای ته رسېدل په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د ختم په معنا نه دي او د ناټو غړي به افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

د امریکا دفاع وزیر لېون پنېتا بروکسل ته له روانېدو مخکې ویلي و چې، په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونه به د ۲۰۱۳ کال له نیمايي وروسته محاربوي عملیات افغان ځواکونو ته وسپاري او دوی به د همکارۍ او مشورې ونډه ترسره کوي. خو پرون، په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ ښاغلي پنېتا د خپلو څرګندونو د اصلاح هڅه وکړه، ویې ویل، موږ باید محاربې ته چمتو واوسو، او حتی که مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی هم وي باید د اړتیا په صورت کې جګړې ته تیار واوسو.

پنېتا وویل چې افغان ځواکونه باید په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي عملیاتو د مشرتابه منلو ته چمتو وي خو زیاته یې کړه چې په عین حال کې د روان کال په مې میاشت کې به په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې د وروستي پلان په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG