که څه هم تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د افغان، پاکستاني او ایراني مشرانو په دغه درې اړخیزه غونډه کې به کوم ځانګړي مسایل تر بحث لاندې راشي، خو کابل په دې غونډه کې د ولسمشر کرزي ګډون تایید کړې دې.
ټاکل شوې دا غونډه په روانه فبروري میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې کابل ته په خپل سفر کې افغان ولسمشر ته په هغې کې د ګډون بلنه ورکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول که څه هم دې غونډې ته کومه اشاره ونه کړه، خو ویي ویل، چې ښاغلې کرزې به ډیر ژر اسلام اباد ته سفر وکړي:
"زه هیله مند یم، چې افغان ولسمشر به پاکستان ته په خپل سفر کې، چې په نږدې راتلونکې کې به ترسره شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړې کولو او د همکاریو د پراخولو لپاره محسوسي لاس ته راوړنې ولرو."
په اسلام اباد کې د درې واړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دا غونډه په داسې حال کې رابلل شوې، چې له یوې خوا د پاکستان او امریکا اړیکې په ناوړه حالت کې دي او له بل لوري ایران د خپل اټومي پروګرام له کبله انزوا ته راښکل شوې.
افغان کتونکي هم د افغانستان له دغو دوو ګاونډیانو سره د امریکا او نړېوالې ټولنې موجوده اړیکو ته په اشارې د دا ډول غونډو جوړول په سیمه کې د امریکا او لویدیځ د اهدافو په وړاندې یو متقابل اقدام بولي.
په پاکستان کې پخوانې افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي دا ویره څرګندوي، چې په دا ډول غونډو کې به د افغان حکومت ګډون له لویدیځ سره د افغانستان اړیکې زیانمنې کړي:
"پاکستان،ایران امریکایانو ته وايي چې هغه هېواد چې ستاسو ستراتیژیک دوست دی زموږه سره ناسته لري دا یو ډول منور سیاسي ده چې امریکایان باید په افغان حکومت باندې زیات بد ګمان شي."
ښاغلي سعیدي کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې د سفر اهداف هم خطرناکه بولي او وایی، چې دا سفر په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو د سبوتاژولو لپاره شوې دې.
دا خبرې له تیرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې دي او کابل او اسلام اباد ترې لرې ساتل شوي.
د کتونکو په وینا اسلام اباد له همدې مسئلې نه په ګټې هڅه کوي له وسله والو طالبانو سره د خبرو یو نوې باب پرانیزي او یو ځلې بیا د خپل رول لپاره زمینه برابره کړي.