د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

"پکار نه وه چې د ناټو پټ رپوټ په ډاګه شوی وای"

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وایې، پکار نه وه چې د ناټو هغه پټ رپوټ په ډاګه شوې وای چې په ترڅ کې يي د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې پر ايتلافي ځواکونو د بريدونو په تر سره کولو کې له طالب وسله والو سره پر مرستو تورنه شوې ده.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دغه راپور چې د نیول شوېو طالب بندیانو د څرګندونو په اساس برابر شوې هدف یې دا نه و، چې زموږ پر هغو هڅو اغیز وکړي چې له پاکستان سره مو د اړیکو د ښه کیدو لپاره پیل کړی دی.

نولاند زیاته کړه، دا کومه نوې خبره نه ده، موږ په دې هېواد کې پر پټنځایونو اندیښنه لرو، په دې اړه مو اندیښنه څرګنده کړې چې ایا د دغو ډلو په وړاندې مو په ګډه کافي اقدامات کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې پاکستان د طالب مشرانو له پټنځایونو خبر دی او لکه د پخوا په شان له هغوي څخه په خپله ګټه کار اخلي.

د ناټو دغه پټ سند چې بریتانوي ټایمز ورځپاڼې او بي بي سي یې ځیني جزیات په ډاګه کړي، له شاوخوا څلور زره طالب، القاعده او نورو بندیانو سره د شاوخوا اویشت زرو تحقیقاتو په اساس برابر شوی دی.

د دغه سند له مخې طالبان پوره ډاډه دی، چې کله له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي دوې بیرته د افغانستان کنټرول په لاس کې اخلي.

د ناتو تر مشری لاندې ځواکونو ویاند ډګروال جیمي کمینګس د دغه پټ سند موجودیت تایید کړ، خو پوځي چاروکو د طالبانو دغه عمومي برداشت یو څه کم اهمیته وښود او ویې ویل، چې دا د طالب بندیانو نظریات دي چې د تحقیقاتو په نتیجه کې راغونډ شوی او هغه کوم تحلیلي راپور نه دی او باید هم د یوه تحلیلي سند په سترګه ورته ونه کتل شي.

خو له دې سره سره په اوس وخت کې چې نړېوال ځواکونه د طالبانو د واکمنی له نسکوریدو څه باندې لس کاله وروسته غواړي له دې هېواده ووځي د دغه سند افشا کیدل د افغانستان د حالاتو یو ناوړه تصویر بیانوي.
XS
SM
MD
LG