د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

″د افغانستان د پرمختګ لپاره د امریکا مرستې اغېزناکې وې″

په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر
په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر
″یو. اېس. اې. آی. ډي″ یا د امریکا د متحدو ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې، د خپل تاسیس په پنځو سمه نمانځغونډه کې، د افغانستان د مالیې له وزارت سره یو لړ تړونونه هم لاسلیک کړل، چې له مخې به یې په راتلونکي لمریز کال کې، د یادې ادارې د مرستو پنځه دېرش فیصده په مستقیمه توګه افغان حکومت ته سپارل کیږي.

د ″یو. اېس. اې. آی. ډي″ د تاسیس د پنځوسمې کلیزې د نمانځلو په غونډه کې، د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه وه، چې د کابینې یوشمېر غړو، د امریکا سفیر راین کراکر او د یادې ادارې چارواکو په کې ګډون کړی و.

راین کراکر د ″یو. اېس. اې. آی. ډي″ په سمبول د جوړ شوی کیک د پرې کولو پرمهال وویل، امریکا به په راتلونکي کې هم له افغانانو سره مرسته وکړي اویو ښه ملګری به یې پاتې شي.

″د پراختیا په برخه کې د امریکا مرستي په تیرو لسوکلونو کې د دې هېواد په پرمختګ سترې اغیزې کړې دي، دا اغیزې د دې هېواد په اقتصادي او د ښې حکومتدارۍ په برخه کې ښې ځلیږي، چې د همدې لارې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شوي دي.″

په افغانستان کې د ″یو. اېس. اې. آی. ډي″ ريیس ډاکتر ″کن یاماشیتا″
وویل، امریکا د لومړي ځل لپاره په یوزرو نهه سوه پنځوسم میلادي کال کې د امریکا د جمهور ريیس جان کنیډي او د افغان پادشا ه محمدظاهر ترمینځ د همکاري د یوې ژمنې له مخې، د کجکي او ارغنداب د برېښنا له بندونو سره مرسته وکړه.

خو کله چې د «یوزرو نهه سوه شپیتم کال» په لومړیو کې،
″یو. اېس. اې. آی. ډي″ یا د امریکا د متحدو ایالاتو نړیواله پراختیایي اداره تاسیس شوه، د افغانستان لپاره د امریکا خورې ورې مرستې، یادې ادارې پورې وتړل شوې. چې کلونه کلونه یې له دې هیواد سره په مختلفو برخو کې د سلګونو میلیونو ډالرو مرستې وکړي.

د ″یو. اېس. اې. آی. ډي″ د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا اداره په نهه اویایم میلادي کې په افغانستان کی د جنګونو له مخې، له دې هیواده ووته.

د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال هیله وښوده، چې د دې ادارې د مرستو زیاته برخه دې د افغان بودجې له لارې ولګیږي. زاخیلوال وویل:

″تراوسه یې د مرستو کابو پنځه فیصده د وجهي صندق او د افغانستان د بودجې له لارې لګوله، خو اوس ژمنه کوي، چې سږکال به د خپلو مرستو پنځه دېرش فیصده او په راتلونکي کې پنځوس فیصده افغان حکومت ته ورکړي.

دوی په پام کې لري، چې په یوزرو درې سوه یو نویم کال کې له یومیلیاردو ډالرو څخه زیاته مرسته د افغان بودجې له لارې ولګوي او له هغې وروسته به د اندازه نوره هم پورته شي.″

″یو. اېس. اې. آی. ډي″ په د دوه زره لومړی او دوهم میلادي کال په منځ کې بیا افغانستا ن راغله چې تراوسه له دې هېواد سره په مختلفو برخو کې شاوخوا «اوه لس میلیارده ډآلره» مرسته کړې ده.

افغانستان سره له تیروڅه باندې لسو کلونو کې د نړیوالې راهیسې د نړیوالې ټولنې له خوا د لسګونو میلیاردو ډالرو مرسته وشوه، خو افغان حکومت وایي، چې د دې مرستې په سلو کې اتیا په خپله بهرنیو موسسو لګیدلي ده.

نړیواله ټولنه وایي، په افغان حکومت کې د کاري ظرفیتونو د کموالي له امله نشي کولی، چې د مرستو زیاته برخه د افغان بودجې له لارې ولګوي.

افغان چارواکي وایي، په دې موده کې په هیواد کې ظرفیتونه د لوړېدو په حال کې ده او په کار ده، مستقیمې مرستې ورسره وشي.
راپور: خان محمد سیند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG