د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

ولسي جرګې د مالیې وزیر د استیضاح غوښتنه وکړه

د افغانستان د ولسي جرګې مشر وایي، که چیرې د جرګې شل سلنه غړیو وکولای شول، چې د مالیې وزیر د استیضاح کولو په موخه خپل نومونه ثبت کړي نو راتلونکې غونډې ته به هغه استیضاح کړي.

د دغې جرګې مشر عبدالرووف ابرهیمي د چهارشنبې په ورځ چې د مالیې وزیر یې غونډې ته د ۱۳۸۹ کال د قطعیې د ځواب ورکولو په موخه ورغوښتی وو د هغه د استیضاح کولو په هکله داسې وویل.

″هغومره توضیحات چې اړ وو نن تاسې ته ستاسو د پوښتنو په ځواب کې درکړل شو نو که چیرې ستاسو قناعت نه وي تر لاسه شوی، د کورنیو اصولو او دندو له مخې که تاسو د استیضاح غوښتنه کوي، نو د غونډې شل سلنه غړي دې اداري هییت ته خپل وړاندیزونه وکړي موږ یې د رییسانو د کمیټې له لارې په اجندا کې شاملوو او د استیضاح په لور ځو.″

د ولسي جرګې د چهار شنبې ورځې غونډې ته د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال او د کنټرول او تفتیش مشر شریف شریفي ورغوښتل شوي وو.

په دې غونډه کې د مالیې له وزیر نه د ۱۳۸۹ کال د قطعیې په هکله پوښتنې وشوې، چې ولې په بودجه کې بدلون راغلی.

خو د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال بیا په دې برخه کې ځینې ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې کله کله بودجه ځکه ولسي جرګې ته نه شي وړاندې کولای، چې یوشمېر ډونران دوی سره د مرستې ژمنه کوي، خو په وخت یې نه شي ورته رسولای.

″د کال په اوږدو کې انکشافي بودجې ته اختیاري په موږ باندې نه شي ثابتولی، یوه افغانۍ دې هم موږ زیاته او کمه کړی وي، غیر اختیاري ځیني ډونران دي، چې خپله پروژه انتخابوي، پروژه راوړي او موږ ته وایي، چې دغه کار کوو او وایي، چې بودجه کې یې نیسي او کنه، موږ خوشالیږو، چې بودجه کې یې ونیسو ځکه که د حکومت له خوا مصرف شي، هم به هغه شفافیت په کې اوسي، هم زموږ بودجه غښتلې کوي او هم یې د پروژو مصرف کم وي.″

خو د دې غونډې په پای کې ډیر شمېر وکیلانو د مالیې وزیر ځوابونه د قناعت وړ ونه بلل او راتلونکې غونډې ته یې د هغه د استیضاح غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د مالیې وزیر د استیضاح غوښتنه کوي، چې د رپوټونو له مخې یو شمېر نور وزارتونه هم په دې نه دي توانیدلي، چې خپله پراختیايي بودجه مصرف کړي، او داسې ویل کیږي، چې راتلونکو غونډو ته هغوی هم د ولسي جرګې له خوا استیضاح کړای شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG