د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

طالبانو په عربستان کې د سولې خبرې رد کړې

د افغانستان د طالبانو یوه ویاند هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو مشران به په لنډ راتلونکې کې په عربستان کې د افغانستان د ولسمشر له ادارې سره د سولې خبرې پیل کړي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وویل، موږ له نړیوالې ټولنې سره په قطر کې په رابطه کې یوو خو تر اوسه مو لاهم له امریکا او د هغې له متحدانو سره دا خبرې سمې نه دې پيل کړې.

د سولې لپاره اسلامي حزب شرایط لري

د همدې خبرو په اړه د افغان حکومت د بلې مخالفې وسله والې ډلې، اسلامي حزب استازي غیرت بهیر د سې شنبې په ورځ په پیښور کې وویل:

« په حقیقت کې د افغانستان د شخړې په اړه د مختلفو هغو اړخونو تر منځ خبرې روانې دي. زه فکر کوم چې امریکایان له طالبانو سره په قطر کې خبرې کوي او دوی له موږ سره په کابل کې خبرې وکړې. زه د خپل ګوند د هغې ډلې مشر وم چې په کابل کې ما د سي ای اې له مشر ډیویډ پیټرایس او د امریکا له سفیر کراکر سره ولیدل، همداراز ما د ایساف له قوماندان جنرال الین سره خبرې وکړې. له افغان ولسمشر ښاغلي کرزي سره هم موږ څو ځله ولیدل، خو موږ د خپلو خبرو په ابتدایي مرحلې کې یوو»

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب استازي د سولې په اړه د خپل ګوند د شرایطو په ارتباط وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالویش وټاکل شي بیا کیدای شي چې د افغانستان د راتلونکي حکومت او حکومتي سیستم په اړه خبرې وشي او په اساسي قانون کې د تعدیل پر مسالې بحث وشي.

د سولې لپاره د طالبانو شرط

د سولې د سمو خبرو د پیلیدو په اړه بیا د طالبانو ویاند ازادي راډیو ته په رااستولي ایمیل کې ویلي دي چې له امریکا او متحدانو سره یې د خبرو لپاره باید وار له مخه اعتماد رامنځته شي.

د ولسمشر کرزي د حکومت یوه جګپوړي استازي روانه اونۍ وویل چې دوی پلان لري چې په سعودي عربستان کې له یو شمیر ډلو سره د سولې خبرې پیل کړي.

کابل وایي چې دوی په دې برخه کې د پاکستان مرستو ته اړتیا لري چې د کوټې د شورا غړي دې خبرو ته وهڅوي.

د عربستان چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دوی تر هغو له طالبانو سره د خبرو کوربتوب نه کوي چې دې ډلې له القاعده سره د خپلو اړیکو د قطع کیدو اعلان نه وي کړی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG