د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان مسئله څیړي

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه په داسې وخت کې پیلوي چې ناټو د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره تورنه کړې ده چې په افغانستان کې له طالبانو سره مرستې کوي.

دا رپوټ او له افغانستانه وار له مخه د فرانسې د پوځیانو د وتلو پریکړه به د ناټو د دفاع وزیرانو پر غونډې اغیز وکړي؟

د ناټو دفاع وزیران د پنجشبې په ورځ په بروکسل کې د افغانستان مساله په خپلې دوې ورځنۍ غونډې کې څیړي.
په دې غونډې کې په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د انتقال مساله څیړل کیږي، د سختیو په وخت د غښتلي پوځي امکاناتو پر مسالې بحث کیږي او په مې کې په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو د غونډې په اړه خبرې کیږي، خو د فرانس پریس اژانس په وینا له افغانستانه به د فرانسوي پوځیانو د وتلو موضوع د دې غونډې پر اجنډا سیوری وغوړوي.

البته ناټو اوس له نوې موضوع سره هم مخامخ ده چې د زندانیانو د تحقیقاتو پر بنسټ جوړ شوی او وایي چې د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره ، ای ایس ای عمدا په افغانستان کې په شخړو کې لاس لري.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي تیره اونۍ اعلان وکړ چې فرانسه به په دوه زره دیارلسم کال کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي. دا پریکړه په کاپیسا کې د څلورو فرانسوي عسکرو تر وژلو وروسته وشوه. خو د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ وویل، ناټو پر هغو پریکړو عمل کوي چې په دوه زره لسم کال کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې شوې وه. د دې پریکړې له مخې باید بهرني ځواکونه په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستانه بهر شي.

په همدې اړه د امریکا د ملی امنیت د ستراتیژیکو ارتباطاتو د برخې سلاکار بن راډز وایي، موږ افغانستان ته یوځای تللی یوو او غواړو چې خپل حضور هلته یوځای پای ته ورسوو. نوموړي زیاته کړه چې د شیکاګو سرمشریزه ښه وخت دی څو مشترک دریځ پکې خپل کړو.

د ناټو یوه دیپلومات چې د نوم له اخیستلو یې ډډه وکړه وویل، که چیرته د ناټو یو متحد خپل پوځیان وارله مخه وباسي نور به هم ممکن وهڅوي چې تر ټاکلي وخت مخکې خپل پوځیان بهر کړي.

وروسته تر دې چې د لیندۍ په پنځمه د پاکستان دننه د ناټو الوتکو څلرویشت پاکستاني عسکر ووژل، د ناټو داکمالاتو لاره پاکستان وتړله او لا تړلې ده، په داسې شرایطو کې په افغانستان کې د ای ایس ای د مداخلې په اړه د ناټو نوی رپوټ به په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پر اجنډا خپل اغیز وښندي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG