سعودي عربستان د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته ترهغو زړه نه ښه کوي، چې طالبان له القاعده سره اړیکې ونشلوي.
د اخبره په ریاض او کابل کې ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته کړې ده.
له تیر څو ورځو راپدیخوا په سعودي عربستان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د احتمالي خبرو مساله ډیره توده شوې او په دې اړه چې ولې له قطر سره یوځای په سعودی کې د خبرو مساله راپورته شوې، چارواکو او کارپوهانو مختلف نظرونه څرګند کړي دي.
ځینو ویلي، چې افغان دولت چې د قطر له خبرو څنګ ته شوی، غواړي په دې کار سره د سولې په خبرو او معاملو کې مخکښ رول ولوبوي او ځنیو نورو بیا دا د قطر د خبرو د شڼدولو یوه هڅه بللې ده.
خو په ریاض کې د افغانستان سفیر سعید احمد عمرخیل رویټرز ته وویل، چې له سعودي چارواکو سره رسماً دغه مساله تراوسه نه ده مطرح شوې.
عمرخیل وویل، سعودی عربستان کولای شي، د سولې په پروسه کې یورول ولوبوي، ځکه دې هیواد پخوا هم په افغانستان کې د سولې په خبرو کې منځګړیتوب کړی او زیاته یې کړه، چې افغان ولسمشر پخوا له سعودی عربستانه غوښتي وو، چې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي، چې په دې برخه کې کوم نوی پرمختګ نه دی شوی.
خو د سعودي عربستان حکومت ته نژدې یوې باوري سرچینې او یوه افغان لوړ رتبه چارواکي ویلي، چې سعودي د سولې په خبرو کې محتطاطانه دریځ غوره کړی.
د ویکي لیکس پټ اسناد:
د هغو پټو اسنادو له مخې چې ویکې لیکس انټرنت پاڼې تیرکال خپاره کړي، د امریکایي ډیپلوماټانو په حواله ویل شوي، چې د ۲۰۱۰ کال په پیل کې د خبرو طرحه ځکه ناکامه شوه، چې سعودي عربستان طالبانوته په دې خاطر بلنه ورنه کړه، چې دوی له القاعده سره چې په دی هیواد کې یې مرګونې حملې ترسره کړي او د سلطنتي واکمنۍ د نسکورېدو تکل یې کړی و، اړیکې پالي.
ویل شوي، چې د سعودي عربستان د استخباراتو رییس شهزاده مقرین بن عبدالعزیز د افغان ولسشمر حامد کرزي هغه غوښتنه چې ریاض دې د سولې د خبرو کوربه توب وکړي، ځکه رد کړه، چې طالبان له القاعده سره اړیکې لري او ترهغو پورې، چې دوی دغه اړیکې نه وي شلولې دغه خبرې امکان نه لري، چې ترسره شي.
د یوه افغان چارواکي په وینا د سعودي عربستان یوه غټه ستونزه هم همدا ده چې طالبان له القاعده سره ډیرې نژدې اړیکې لري او دوی به هیڅکله هم دا په ډاګه اعلان نه کړي، چې له دې شبکې سره اړیکې شلوي.
په ریاض کې د افغانستان سفیر ښاغلي عمرخیل په سعودي عربستان کې د احتمالي خبرو په وړاندې د یوه بل خنډیادونه هم وکړه او ویې ویل؛ چې ترهغو پورې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې په خبرو کې پرمختګ نه وی شوی او په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر نه وي پرانستل شوی، دا به ناممکنه وي، چې په سعودي کې خبرې ترسره شي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د سولې د خبرو په اړه د سلاو مشورو لپاره تیره میاشت له سعودي عربستان څخه هم لیدنه وکړه، خو واشنګټن دا غوره بولي، چې د سولې د خبرو لپاره نوی نوښت په خپله سعودي عربستان ته پریږدي.
له افغان مجاهدینو سره د سعودي مرستې:
سعودي عربستان چې پرافغانستان د شوروي د اشغال او له هغه وروسته کلونو کې یې د مجاهدینو کلک ملاتړ کړی، اوس هم په افغانستان او ګاوڼدي هېواد پاکستان کې د پام وړ نفوذ لري، خو د رویټرز په وینا دا هېواد پخوانیو تجربو ته پام سره چې څو ځلې یې د جهادي ډلو مشران چې په خپل منځي جګړو کې ښکیل وسره پخلا کړل، د سولې له خبرو ښه خاطره نه لري، چې بیا دې کارته زړه ښه کړي.
د رویټرز په وینا، دغو جهادي مشرانو د مسلمانانو په ترټولو سپیځلي ځای کعبه کې قسم خوړلی و، چې له جګړو لاس اخلي او سوله کوي، خو له کعبې لا وتلي نه وو، چې د جګړو اور یې بېرته بل کړ.

ترهغو پورې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې په خبرو کې پرمختګ نه وی شوی او په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر نه وي پرانستل شوی، دا به ناممکنه وي، چې په سعودي کې خبرې ترسره شي.
عمرخېل