د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

″د روشن مخابراتي شبکه دې خپلې ټلیفوني بیې ټیټې کړي″

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغو شرکتونو ته، چې لاهم د ټلیفوني خدمتونو بیې یې لوړې دي خبرداری ورکړ، چې د خپلو ټلیفوني خدمتونو بیې راښکته کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، روشن مخابراتي شرکت ته یې له دریو تر څلورو میاشتو وخت ورکړی، چې د ټلیفوني مکالمو بیه دې راښکته کړي.

د مخابراتو سر پرست وزیر امیرزی سنګین له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې دغه شرکت ته خبر داری ورکړ، که خپل نرخ را ښکته نه کړي، نو دوی به مداخله وکړي او په خپله خوښه به نرخ ورته وټاکي.

″فعلا موږ یو شرکت لرو، چې اوس یې هم لا ټلیفوني خدمات په لوړه بیه کې دي او هغه هم د روشن شرکت دي، موږ هغه ته خبر ورکړی او هیله مند یو چې هغه هم په خپلو نرخو له سره کتنه وکړي.

که چېرې دوی په خپل قیمت کې تجدید نظر ونه کړي، مخابراتو وزارت به بیا د دوی په نرخو کې اقدام وکړي.″

د ښاغلي سنګین په وینا که څه هم نور شرکتونه خپلې ټلیفوني اړیکو بیه له دریو څخه تر یوې افغانۍ پورې راښکته کړي، خو د روشن مخابراتي شرکت د مکالمې بیه لا هم په دقیقه پنځه افغانۍ ده.

که څه هم موږ غوښتل، چې د مخابراتو وزارت د خبرداري په بدل کې د روشن مخابراتي شرکت د مسوولینو نظر واخلو خو له پرلپسې اړیکو سره سره د دې شرکت مسوولین مرکې ته حاضر نشول.

اوسمهال په افغانستان کې پنځه مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي، چې د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې په دې برخه کې یو اعشاریه اوه میلیارد ډالره پانګونه شوې.

د مخابراتو وزارت وایي، په افغانستان کې د بیلا بیلو مخابراتي شرکتونه بیه که څه هم مناسب ده، خو یوشمیر عام افغانان بیا د ټلیفوني مکالمو د بیو د را ټیټیدو غوښتنه کوي.

خلک وايي، د سیمې د ځینو هیوادونو په مقایسه اوس هم په افغانستان کې د مخابراتي مکالمو بیه ډیره لوړه ده.

یوشمېر افغانان د مخابراتي شرکتونو له خوا د خدمتونو په ټیټ کیفیت هم انتقاد کوي:

″۱- زه سید اقبال نومیږم. تاسې وګورﺉ په ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان کې د ټلیفوني مکالمو بیه یوه افغانۍ ده، خو په افغانستان کې له دریو روپیو ډېره ده، دا ځکه چې دلته ازاد بازار دی.

۲- زما نوم محمد اسلام دی، د غزني اوسیدونکی یم. یو خو څوک چې چېرې ټلیفون کوي، تلیفون یې کارنه کوي او بیا چې کار وکړي، درې افغانۍ خبر نه کیږي، په لس نه کیږي، ما نن کندهار ته ټلیفون وکړ، لس دقیقې مې خبرې ونه کړي، کارټ یې ختم کړ، دوه کرېډټ کارټونه مې واخیستل لس دقیقې مې خبرې وکړې.

دا ټلیفوني شبکې په ښار کې سم کار نه کوي، څه مانا په اطرافو کې، په خلکو پیسې چارچ کوي، د خلکومت له خوا پرې زور نشته په خپله خوښه پر خلکو پیسې چارچ کوي.

۳- زما نوم محراب دی، د کاپیسا ولایت د شوخي د کلي اوسیدونکی یم. د ټلیفونو کومې بیې چې دي دا ډیرې لوړې دي، ځکه زموږ خلک بیچاره او غریب دي، کله چې له پاکستان نه بل ملک ته خبرې کوي، پنځه افغانۍ لګښت لري، خو له افغانستان څخه چې لندن او یا هم اروپا ته اړیکه نیسي، مصرف یې شل افغانۍ کیږي، پنځلس روپۍ تفاوت لري، ترڅو چې ډیر مجبور نه شو له ټلیفو اسانه کار نه شو اخیستی.

۴- زما نوم حیات الله خان د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی یم. ټلیفوني اړیکو بیه لوړه ده، موږ ترې راضي نه یو زه روشن سیم کارټ لرم ډېرې پیسې رانه خوري په ورځ کې پنځوس افغانۍ رانه خوري، هغه هم په دریو ټلیفوني اړیکو.

دا مې له مجبوریته اخیستې، ځکه چې هر ځای ته ژر رخ کیږي.″

د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي، که څه هم په افغانستان کې مخابراتي خدمتونه تر ډېرو لیرې پرتو سیمو پورې غځیدلي، خوبیا هم امنیتي ستونزې د دې خدمتونو د لا پراختیا خنډ دي.

د رسمي شمېرو له مخې، له تیرو څلورو میاشتو راهیسې، په افغانستان کی د بیلا بیلو مخابراتي شرکتونه اتیا ټاورونه او یا هم انټونه ویجاړ شوي دي.

موږ غوښتل، چې د مخابراتي شرکتونو له اتحادیې څخه د لوړو ټلیفونې بیو د علت په اړه پوښتنه وکړه، خو هغوی هم په دې برخه کې له څه ویلو ډډه وکړه.

اوسمهال په افغانستان په مخابراتي شرکتونو کې نهه زره یو سله څلور نوي تنه کار کوي، چې یوشمېر یې بهرني وګړي هم دي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG