د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

په هرات کې یوې ۳۰ کسیزې وسله والې ډلې سوله وکړه

په هرات کې د وسله واله مخالفینو یو سیمه ییز قوماندان عبدالله له ۳۰ تنو ملګرو سره یو ځای، ملکی ژوند غوره کړ، ظاهراً یې ټولې ورسره وسلې د حکومت په واک کې ورکړې.

تسلیمي یې د هرات دولتي مسوولینو د خپل ولایت په کچه یوه بریا وبلله د هرات والي ډاکټر داود شاه سبا یې د هرکلی په ویلو سره هرتن په اوږو چپنې واچولې او له هغوی سره یې د ممکنه مرستو ژمنه وکړه:

د قوماندان عبدالله په شمول ټولو تسلیم شویو کسانو افغانستان کې نړیواله ټولنې په وړاندې د جګړې خبره پټه نه کړه او وېې ویل، چې په وسله واله جګړه کې یې برخه اخیستې ده، خو له هېواده د بهرني عسکرو د وتلو اعلان سره افغان دولت سره ستونزه نه لري:

په هرات کې د کال له سره تراوسه حکومتي مامورینو نور څو پلاهم داسې کسان خبریالانو ته ښودلي وایي، ملکي ژوند ته د راګرځېدو لړۍ یې د ولسي مشرانو او سولې عالي شورا په منځګړیتوب پر مخ ځي او د ۳۱ ډلو په ترکیب کې سلګونه کسان ور سره یو ځای شوي دي.

د هرات امنیه قوماندان جنرال سیداغا ثاقب وړاندې وویل، ټول هغه ناراضیان چه دوی سره یو ځای کیږي له عفوې برخمن او هرچېرته چې وغواړي، مصون ژوند کولی شي:

په دغه غونډه کې د حکومت ګڼه نورو مخالفینو سره د اړیکو هم وویل شوه، خو باید ووایم چې طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدي له ازادي راډیو سره په خپلې وروستۍ اړیکه کې ورته خلکو ته د ټوپکیانو نوم ورکړ ویې ویل، چې طالبان خپل هدف ته وفادار ده او د دوی په ډله کې په دغه نومونو کسانو نشته.

خو د هرات دولتي مامورین په خپله خبره ټینګار کوي او وایي، چې د سولې او ملي پیوستون لړۍ یې په منظم ډول روانه ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG