د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

د افغان کرکټ لوبغاړو د وړتیا د لوړولو لپاره ۵ کلن پلان جوړ شو

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مسوول نسیم الله دانش
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مسوول نسیم الله دانش
د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین وایي، چې تر۲۰۱۵ کال پورې به په هیواد کې د کرکټ لوبغاړي زیات کړي او د دوی د وړتیاوو په لوړولو کې به هم ډېرې هڅې وکړي.

د کرکټ بورډ مسوولینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه پنځه کلن پلان له مخې به افغانستان د کرکټ لپاره معیاري اکاډمۍ او میدانونه جوړ کړي.

د کرکټ بورډ اجرایوي رییس نسیم الله دانش وایي د دې پلان د یوې برخې له مخې به یوکال وروسته افغانستان د کرکټ په برخه کې دویم هیواد شي.

″د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پنځه ټکي په پام کې نیول شوي دي، چې د لوبغاړو وړتیا لوړول، د افغانستان په سطحه د زیاتو لوبغاړو راپیدا کول، د افغانستان د کرکټ بورډ د کارکوونکو ظرفیت لوړول او له ډونرانو څخه د زیاتو پیسو لاسته راوړل دي.

تر راتلونکو پنځو کولو پورې باید څلور نړېوال سټېډیمونه ولور او لږ تر لږه باید په هر ولایت کې باید یو تمرین ځای ولرو.″

کرکیټ بورډ وایي چې د دغه پلان له مخې به د کرکټ یو شمیر لوبغاړي د روزنې لپاره بهر ته هم واستوي.

کرکټ بورډ له نن نه درې کاله مخکې جوړ شو چې دامهال یې ځآن ته یوه اساس نامه هم جوړه کړې چې تراوسه نه ده تصویب شوې.

د کرکټ بورډ مسولین وایي د دغې اساسنامې له تصویبیدو وروسته به د دوي چارې نورې هم ښې او ګړندۍ شي.

کرکټ بورډ په داسې حال کې په خپلو کارونو کې د پرمختګ او ښه والي خبره کوي چې له دې وړاندې د دې بورډ په وړاندې ځینې انتقادونه موجود وو.

مریم نیازۍ وایي چې د کرکټ ښځینه ټیم یې فعالیت کوي خو په دې څو کلونو کې د کرکټ بورډ له خوا ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

″موږ ته میدان نشته، موږ په ښوونځي کې لوبه کوو په سمینټ باندې، اصلاً کرکټ په سمینټ باندې نه کیږي، بیاید (پیچ) وي سټنډر میدان وي.

د ملي ټیم لوبغاړو ته باید هرڅه مهیا وي، هغه امتیازات باید ورکړل شي، چې هلکانو ته هم ورکوي.

موږ ته یې کوم ځانګړی کار نه دی کړی، کال موږ په خپله ځانونو ته تیاروو، تراوسه یو دوه ځلې د یوې سیالۍ لپاره یې کالي راکړي دي.

معاش خو بیخي نه لرو، غوښتنه مو ترې کړې، خو هېڅ توجه ورته نه ده شوې. هغوی وايي، چې موږ د هلکانو ټیم لرو، د نجونو ټیم ته اړتیا نه شته.″

خو له دې انتقادونو سره سره د افغانستان د کرکیټ لوبډلهب توانیدلې چې په دې وروستیو څوکلونوکې افغانستان ته زیاتې بریاوې راوړي.

د افغانستان د کرکیټ لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه او په اسیایي لوبو کې یې هم څو ځله بریاوې راوړي.

په تیر ۲۰۱۱ میلادي کال کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د اسیا په شل اوریزه لوبه کې ګډون وکړ چې په لسو لوبډلو کې یې اتلولۍ خپله کړه.

راپور:اسدالله لودین کابل
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG