د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

څه وخت افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته کېښناستی شي؟

د سولې د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني.
د سولې د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني.
د سولې د عالي شورا ځیني غړي په دې باور دي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې تر ډیره له تور لسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو د لرې کولو او د بندیانو د تبادلې په موضوع څرخي.

د دې شورا یو غړي مولوي ارسلا رحماني وویل، چې دا مساله خورا پیچلې وبلله او ویې ویل، تر هغو، چې دا ستونزې حل نه شي، د سولې په خبرو کې د افغان حکومت ښکیلتیا امکان نه لري.

ښاغلي رحماني، چې د یکشنبې په ورځ یې له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې دا هغه څه دي، چې په افغان دولت پورې اړه نه لري.

″تر څو له نړېوالو ټولنې په ځانګړي توګه له امریکا سره د طالبانو مشکلات حل شوي نه وي، د افغان حکومت او د سولې عالي شورا په خبرو کې نه شي ننوتی.

هغه مشکلات دا دي، چې د دوی د مشرانو په سر جایزه ټاکل شوي او همدا رانګه د بندیانو موضوع ده، چې په ګوانټانامو کې، پاکستان او دننه په افغانستان کې طالبان بندیان دي او یو امریکایی هم له دوی سره بندي دی.

دوی تراوسه په دغو خبرو لګیا دي. دغه مسایل د افغانستان پر حکومت اړه نه لري.″

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې اکثره جګپوړي طالب چارواکي او د دوی قومندانان د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لسټ کې شامل دي.

د ښاغلي رحماني په وینا په قطر کې اوس مهال دا خبرې د دواړو لوریو د دویمې او دریمې درجې استازو ترمنځ روانې دي، خو ده دا و نه ویل، چې ایا په روانو خبرو کې کوم پرمختګ شوی او که څنګه؟

له تور لسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او د دوی د بندیانو خوشي کول هغه څه وو، چې د سولې ملي مشورتي جرګې هم د پخلاینې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره مهم بللي و، چې ملګرو ملتونو یې هم ملاتړ کړی و.

له بل لوري که څه هم امریکایي چارواکي او د سولې د عالي شورا ځینې غړي وایي، چې په قطر کې لا د طالبانو دفتر نه دی پرانستل شوی او په دې اړه خبرې لا په لومړنیو پړاوونو کې دي، خو ښاغلي رحماني بیا له دې دفتره بل تعبیر لري.

″هلته دفتر د کوم سفارت په معنی نه دی. د دفتر معنی څه؟ دا په دې معنی دی، چې پنځه شپږ تنه به په کې کېښني او کار به کوي، خو تر اوسه دې مرحلې ته نه دی رسېدلی، چې مطبوعات یې وویني او راپور ترې وکړي.

پر مطبوعاتو د قطر حکومت کنټرول ډېر زیات دی، حتی زما عقیده دا ده، چې په کومه سیمه کې چې دوی دي، هلته به موټر هم نه پرېږي چې هلته لاړ شي.″

مولوي رحماني د طالبانو د دفتر په موجودیت دا ټینګار په داسې حال کې کوي، چې امریکا بیا د دې دفتر پرانستل د افغان او قطر حکومتونو له خبرو سره تړلې بللی او ویلي یې دي، چې له دې مخکې باید طالبان نړیوال ترورزم وغندي.

که څه هم افغان حکومت دا اندیښنه څرګنده کړې، چې په قطر کې له روانو خبرو لرې ساتل شوی، خو د ځینو امریکایي سرچینو په استناد یې ویلي، چې د سولې بهیر به په نهایت کې افغان حکومت ته سپارلی کیږي.

ممکن د امریکایي سرچینو همدا مطلب وي، چې غواړي لومړې له طالبانو سره دا ستونزه هواره کړي او بیا د بین الافغاني ډیالوګ زمینه برابره کړي، خو دا هر څه په دې اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له پرمختګ سره تړلې دي.

راپور: حمید مهمند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG