د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

مجبوريتونو افغان ځوانان کډوالۍ ته اړ ايستلي

د افغانستان ځوانان چې د یوې ښې راتلونکې او هوسا ژوند لپاره ډېرې هیلې او آرزوګانې لري، په هېواد کې د یوه پراخ ټولنيز او اقتصادي پروګرام د نشتوالي او د چارواکو د بې پروایې له وجې مجبورېږي چې له افغانستان څخه بهر نورو هېوادونو ته د کار او پیسو ګټلو لپاره لاړ شي.

په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو او کاریګرو زړه دروودنکي داستانونه د خلکو زړونه ځوروي او د افغانانو پر وړاندې د ایراني چارواکو د ناوړه چلند له مستندو فلمونو څخه داسې برېښې چې اسلام، انسانیت او د بشریت معیارونه هسې شعارونه دي او د اسلامي امت اصول اصلا په نړۍ کې نه مراعاتېږي.

په هر صورت. په پاکستان او افغانستان کې د انسانانو قاچاق وړونکي خلکو ته د لوېدیځو هېوادونو په اصطلاح شنه باغونه ښیي او د پیسو د ترلاسه کولو په مقصد، هغوى ته لوېدیځو هېوادونوته د رسېدو لپاره سخت خطرونه نه بیانوي.

د تنکيو ځوانانو، نجونو او ښځو په ګډون زیات شمېر افغانان د قاچاق وړونکو له خوا ترکیې او بیا یونان ته وړل کېږي او هلته په ډېرو سختو شرایطو کې چې تر ډېره حده د انساني ژوندانه معیارونه په کې نه تر سترګو کېږي، ساتل کېږي.

افغانان وروسته په هغو کوچنیو بېړیو کې د اروپایي هېوادونو پر لوري وړل کېږي چې په سمندر کې هیڅ ډول تخنیکي او حفاظتي امنیت نه لري. په ډېرو مواردو کې دا کوچنۍ بېړۍ د سمندر په څپو کې ډوبېږي او افغانان د کبانو ښکار کېږي.

په مسافرۍ کې مرګ:

د شنبې په ورځ ۴۸ افغان مهاجر په یوې لارۍ کې د یونان له مرکزآتن ښار څخه یوې بلې ساحلې سيمې ته وړل کېدل چې لارۍ ټکر وکړ او پنځه تنه افغانان په کې ووژل شول.

ویل کېږي چی دا لارۍ له آتن ښار څخه غلا شوې وه.

د یونان ساحلې یا سمندري ساتونکو ۱۰۰ تنه هغه افغان مهاجر هم د شنبې په ورځ ونیول چې له لرګیو څخه جوړې شوې یوې کوچنۍ بېړۍ کې د ایټالیا پر لور روان وو.

په بېړۍ کې له سپرو کسانو څخه یوه یې د ټيلفون له لارې د بېړۍ د ډوبېدو خبر ورکړ.

یوناني چارواکي وایي، دا بېړۍ د ساحل له بلې برخې څخه د نورو غیرقانوني مهاجرو د پورته کولو په مقصد روانه وه چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوه.

د کاله ٥٠٠٠ افغانان يونان ته ځي:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کال کې شاوخوا پنځوس زره افغانان په غیر قانونې ډول یونان ته داخلېږي او وروسته د قاچاق وړونکو له خوا نورو اروپایي هېوادونو ته وړل کېږي.

دا مهال په زرونو افغانان د یونان په زندانونو کی بندیان دي او په ډېرو بدو شرایطو کې شپې ورځې سبا کوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG